مزارشریف (پژواک، ۲۴ غویی ۱۴۰۳): د بلخ امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې یو وسلهوال غل د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې وژل شوی دی.
د بلخ د امنیې قوماندانۍ له خوا په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پرون د مزار شریف د درېیمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د امنیتي ځواکونو له خوا په اپراتیفي عملیاتو کې یو غل وژل شوی دی.
خبرپاڼه وایي: «دا پېښه تېر ماښام د درېیمې حوزې په مربوطاتو کې هغه وخت رامنځته شوه چې د مجاهدینو له خوا یو غل څارل کېده، غل مخکې له دې چې خپل هدف ته ورسېږي، د اپراتیفي کس تر نظر لاندې و چې وروسته له پوهېدو یې په اپراتیفي کس ډزې کړې او په پښه یې ټپي کړی دی.»
سرچینه زیاتوي: «یاد غل چې یو کس یې زخمي کړی هم و، د لارې په اوږدو کې د یوه مجاهد وسلې ته لاس اچولی او غوښتل یې په موټر کې پر ناستو ځواکونو هم حمله وکړي خو امنیتي کسانو په وخت اقدام کړی او غل یې له پښو غورځولی دی.»
Views: 33
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن