کابل (پژواک، ۲۵ غویی ۱۴۰۳): د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې د ایران کانونو مهندسي نظام له سازمان سره د دوه اړخیزه همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک کړ.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت تېره ورځ پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دغه هوکړهلیک د افغانستان د کانونو او صنایع خونې رییس شیرباز کمینزاده او د ایران کانونو مهندسي نظام سازمان د استازي رضا بسطامي ترمنځ د یاد وزارت د مرستیال مولوي قدرتالله جمال په حضور کې لاسلیک شو.
سرچینې زیاته کړې، د هوکړهلیک د لاسلیک پر مهال یو شمېر افغان ملي سوداګرو او په کابل کې د ایران د سوداګریزې اتشې رییس رستایي هم حضور درلود.
بسطامي په خپلو خبرو کې وویل: «موږ به په نږدې راتلونکي کې په افغانستان کې خپل دفتر هم پرانیزو، څو ایراني انجنیران خپلې هغه تجربې چې د معدنیاتو برخه کې لري، له افغاني انجينرانو سره شریکې کړې.»
هغه زیاته کړه چي په افغانستان کې د صنعتکارانو لپاره زیاتې اسانتیاوې رامنځته شوې دي او دا یې د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره یو ښه پرمختګ وباله.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP