Language

د اروزګان په دهراوود کې د دوو کورنیو ترمنځ روغه وشوه

ترینکوټ (پژواک، ۲۶ غویی ۱۴۰۳): د اروزګان دهراوود کې ځایي مسوولین وایي چې په دې ولسوالي کې د دوو کورنیو ترمنځ رامنځته شوې دښمني د قومي مشرانو په منځګړیتوب په دوستي بدله شوه.

د اروزګان د دهراوود ولسوال حاجي بشير پژواک خبري اژانس ته وویل، د اسدالله او حکمت‌الله د کورنیو ترمنځ شاوخوا شپږ میاشتې مخکې پر یوه کلیوالي ستونزه شخړه رامنځته شوې وه چې په پایله کې یې د اسدالله د کورنۍ له خوا د ملا حکمت‌الله په نوم یو کس وژل شوی و.

نوموړي زیاته کړه، د یادو کورنیو غړو له هغه مهاله راهیسې د یو او بل د وژلو هڅې کولې چې دوی بالاخره نن وتوانېدل د ځايي قومي مشرانو او مخورو په منځګړیتوب دې دښمنۍ ته د پای ټکی کېږي.

د هغه په وینا، تازه پخلا شوو کورنیو ژمنه کړې چې له دې وروسته به په خپلو کې لکه د تېر په څېر د ورورګلوي ژوند کوي.

ورته مهال، د یادې روغې یو منځګړی مولوي شفیع‌الله وایي، دواړه لوري د دوی په غوښتنه روغې جوړې ته راضي شوې او له نورو هم غوښتنه کوي چې خپل‌منځي شخړې دې د خبرو له لارې حل کړي.

په همدې حال کې، د تازه پخلا شوو کورنیو غړي هم خوښ دي چې د منځګړې ډلې له لوري یې دښمني حل شوې ده.

د اسدالله د کورنۍ یو غړی محمدوزیر وایي، خوشحاله دی چې د حکمت‌الله له کورنۍ سره یې دښمني حل شوه.

د یادونې ده، په یاد ولایت کې له دې مخکې هم یو شمېر دغه ډول دښمنۍ د مسوولینو او ځايي قومي مخورو په منځګړیتوب پای ته رسېدلې دي.