ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې د میزایل ۲۲ مرمۍ کشف او ترلاسه شوې دي

لوګر کې د میزایل ۲۲ مرمۍ کشف او ترلاسه شوې دي

author avatar
17 May 2024 - 14:06
لوګر کې د میزایل ۲۲ مرمۍ کشف او ترلاسه شوې دي
author avatar
17 May 2024 - 14:06

پل‌علم (پژواک، ۲۸ غويی ۱۴۰۳): امنیتي مسوولین وايي چې کشفي او استخباراتي ځواکونو د لوګر په محمداغه ولسوالۍ کې د میزایل ۲۲ مرمۍ کشف او ترلاسه کړې دي.

د ۲۰۳ منصوري قول اردو اړوند څلورمې پلې لوا مطبوعاتي مسوول نوروز ځلاند پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د دوی کشفي او استخباراتي ځواکونو د دغه ولایت د محمداغې ولسوالۍ په «سرخ‌اب» سیمه کې د میزایل ۲۲ مرمۍ او سل متره ثانيه‌سوز کشف او ترلاسه کړي دي.

ځلاند زياته کړه چې یاد مهمات له يوه پخواني پټنځایه ترلاسه شوي خو په تړاو یې تر اوسه څوک نه دي نیول شوي.

د یادونې ده، تېره اونۍ هم د ۲۰۳ منصوري قول‌اردو څلورمې پلې لوا کشفي او استخباراتي ځواکونو د لوګر په بره‌کي‌برک، خروار او ازرې ولسوالیو کې يو شمېر وسلې او مهمات ترلاسه کړي وو.

Views: 77

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.