کابل (پژواک، ۲ غبرګولی ۱۴۰۳): د ملګرو ملتونو سیاسي مرستیال ویلي چې د افغانستان په تړاو د دوحې راتلونکې ناسته د روان کال د چنګاښ میاشتې په یوولسمه جوړېږي او اسلامي امارت هم ویلي چې دې ناستې ته وربلل شوي او په دې غونډه کې د ګډون په اړه به تصمیم ونیول شي.
د ملګرو ملتونو د بیانیې له مخې، د ملګرو ملتونو سیاسي مرستیال رزمري دیکارلو ویلي چې له افغانستان سره په منسجم او لا ډېر همغږيکوونکي ډول د نړۍوالو د تعامل ډېرېدل، د دې ناستې موخه ده.
نوموړي زیاته کړې چې دې ناستې ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي وربلل شوی دی.
د دیکارلو په خبره چې د اسلامي امارت له ځينو چارواکو سره یې لیدلي او د دوی ترمنځ د خبرو محور به د دوحې راتلونکې ناسته وي.
سرچینې ویلي چې په افغانستان کې د بېلابېلو ننګونو، د بشري حقونو وضعیت او د نجونو پر زدهکړو د محدودیتونو په اړه به هم خبرې وشي.
ورته مهال، د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد پژواک ته وویل چې د دې ناستې بلنه اسلامي امارت ته رسېدلې او په دې ناسته کې به د ګډون په اړه تصمیم ونیسي.
نوموړي وویل: «که دې ناسته کې د اسلامي امارت شرایط په نظر کې ونیول شي، له هغه وروسته کولای شو څو پرېکړه وکړو چې هلته ګډون وکړو.»
د یادونې ده چې د دوحې دویمه ناسته د تېر کال سلواغې میاشت کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوترېش او د ځينو هېوادونو د ځانګړو استازو په حضور کې تر سره شوې وه.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هغه مهال دې ناسته کې د ګډون بلنه د ملګرو ملتونو له خوا د دوی د شرطونو نه منلو له امله رد کړې وه.
Views: 36
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن