ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

متقاعدین له اقتصادي ستونزو سر ټکوي، له ا.ا څخه د تقاعد پیسې غواړي

متقاعدین له اقتصادي ستونزو سر ټکوي، له ا.ا څخه د تقاعد پیسې غواړي

author avatar
26 May 2024 - 13:30
متقاعدین له اقتصادي ستونزو سر ټکوي، له ا.ا څخه د تقاعد پیسې غواړي
author avatar
26 May 2024 - 13:30

کابل (پژواک، ۶ غبرګولی ۱۴۰۳): یو شمېر متقاعدین له اقتصادي ستونزو سر ټکوي، له اسلامي امارته غواړي چې د تقاعد حقوق یې ورکړي؛ ځکه چې دغه پیسې د هغوی له معاشونو ګرځول شوې دي.

هغوی وایي چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته یې خپل د تقاعدۍ معاشونه نه دي اخیستي.

د میدان‌وردګو ولایت د مرکز ميدان‌ښار د ناصراباد سيمې اوسېدونکی میرفاروق هاشمي وايي، ۷۰ کاله عمر لري، څلوېښت کاله يې د کرنې په وزارت کې کار کړی او اووه کاله مخکې تقاعد شوی دی.

هغه زیاته کړه: «پخوا مې ژوند کاوه، مدیر عمومي وم، خو اوس، څوک نه پوهېږي چې څه کوم او څه راباندې تېرېږي، بس د کوټې په یوه کونج کې پروت یم او لسو افغانيو ته حيران يم، له کومه یې کړم.»

هغه وویل: «د تقاعد پیسې هره میاشت زموږ له تنخوا ګرځول شوې، دا زموږ حق دی او باید رايې کړي، خو چې اوس يې حکومت نه راکوي، موږ زور نه لرو، له صبر پرته بله لار نشته.»

د نوموړي په خبره، متقاعدین اوس د دې توان نه لري کار وکړي او له شرمه چا ته د خیر غوښتو په نوم لاس هم نه شي غځولی؛ مجبور دي د ژوند سختۍ وزغمي.

د کابل ښار د څلورمې کارتې سيمې اوسېدونکې ۶۳ کلنه پلوشه هم وایي، ښوونکې وه، خو پنځه کاله کېږي تقاعد شوې ده.

پلوشه وايي: «پوره ۳۶ کاله مې د هېواد بچیانو ته تدريس کړی او د يوې ښوونکې په توګه مې مقدسه دنده ترسره کړې، له تېرو پنځو کلونو راهیسې تقاعد شوې يم، د اسلامي امارت له راتګ وروسته مې تقاعد نه دی اخيستی.»

هغه وايي، دا په داسې حال کې ده چې يو زوی لري، خو اوس هغه ترې بېل شوی او خاوند يې معیوب دی، د کار کولو توان نه لري.

پلوشه له اسلامي امارته غواړي چې د تقاعد حقوق یې ورکړي او زیاتوي: «د سبا او بېګا ډوډۍ ته حیرانه يم، نه په خپله کار کولای شم او نه داسې څوک لرم چې کار راته وکړي؛ له مجبورۍ [د خلکو د کالیو مینځلو او کورونو پاکولو لپاره] کور په کور ګرځم څو د ژوند تېرولو لپاره يو څه قوت لایموت پيدا کړم.»

دغه راز، د کندهار ښار اوسېدونکی ۶۹ کلن متقاعد محمدرسول وايي: «د فواید عامې ریاست کې مې ۴۸ کاله کار کړی، خو اوس د وچې ډوډۍ اخيستو توان نه ‌لرم؛ زه او زما همځولي چې حکومت کې مو ډېر کار کړی، یعنې وظیفې مو اجراء کړې دي؛ خو اوس پيسې نه لرو، بې‌پيسو شوي يو او د خپلې ناروغۍ درملنې وس هم نه لرو.»

دی زیاتوي، د اقتصادي ستونزو له امله يې د کور ډېر شيان پلورلي، خو نه پوهېږي چې د تقاعد معاش ولې نه ورکول کېږي.

هغه زياتوي: «دا خو زموږ له جېبه ګرځول شوې پیسې دي، دا زموږ حق دی، بايد رايې کړي… يقین وکړه په کور کې هيڅ هم نه لرو، حیران پاتې يو چې اخر څه وکړو، زموږ تقاعد دې همدا اوس راکړي، چې مړه شو نو بیا تقاعد څه کوو چې بیا هغه وخت دا قضیه معلومېږي او سپينېږي.»

د افغانستان د متقاعدینو ټولنې مشر سنګر افندي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا مهال په افغانستان کې د متقاعدینو شمېر شاوخوا ۱۷۰ زرو ته رسېږي.

هغه زیاته کړه چې د تقاعد پیسې په قانوني ډول هره مياشت د کارکوونکو له معاشونو وضع شوې او دا د دې لپاره وضع شوې چې کله دغه کارکوونکي تقاعدېږي، سپين‌ږيري کېږي، له کار او غريبۍ لوېږي، شيخ‌فاني کېږي چې بیا ګدايي ونه کړي، چا ته د احتیاج لاس اوږد نه کړي او د ژوند ستونزې څه ناڅه پرې حل کړي.

د افندي په خبره، درې کاله کېږي چې متقاعدينو خپل حقوق نه دي ترلاسه کړي، د رياست‌الوزراپه ګډون يې د ډېرو ادارو دروازې ټکولې، خو هيچا يې غږ نه دی اورېدلی.

افندي وايي: «څه چې د افغانستان مهم وزیران دي، دې چارواکو سره شخصاً ما له نږدې څو ځلې ملاقات کړی، د متقاعدينو چې څه ستونزې وې، امارت اسلامي ته مې بيان کړې دي، د متقاعدينو مشکلات مې ټول دوی ته رسولي دي. برعلاوه د کابل نه، ما ۱۲ ورځې په کندهار کې د متقاعدينو د حقوقو په خاطر چې هلته شيخ صېب ناست دی، تېرې کړې چې زه بايد د خپلو متقاعدينو اوښکې، ژړاګانې، دردونه، رنجونه شيخ صېب ته له نږدې ووايم، مګر متاسفانه ما ونه شو کولای شیخ صېب له نږدې وګورم، يا د هغه مصروفیتونه ډېر وو او يا په بل حساب و، ما ونه شو کولای، بېرته کابل ته راغلم، له ما نه يې رييس صېب پېشنهاد واخيست، رییس دفتر کمېسيون سمع شکایات، دوه ورقې زموږ عرضونه اوس هم هلته دي … هلته مې کندهار کې د شيخ صېب دفتر کې سپارلي.»

افندي زياتوي: «د فعلاً لپاره امارت اسلامي ته په ډېر احترام سره پېشنهاد کوم، خواهش کوم، عذر ورته کوم، زارۍ ورته کوم چې زموږ د متقاعدينو دغه حقوق دې موږ ته راکړي… دغه غوښتنه زموږ يوه مشروع غوښتنه ده، زما خپلې پيسې دي، دولت ټولې کړې رانه، ګرځولې يې دي رانه او بانک کې يې ذخيره کړې، زه هغه خپلې قرض پيسې له دولته غواړم، اضافه کوم تمه او توقع نه ورنه لرم.»

پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د اړوند چارواکو نظر هم واخلي، خو ترلاسه یې نه کړ، خو د اسلامي امارت وياند ذبيح‌الله مجاهد شاوخوا پنځه میاشتې مخکې ويلي وو چې د تقاعد د ورکړې قانوني ستونزې هوارې شوې او د متقاعدینو حقوق به ورکړل شي.

دغه راز د اسلامي امارت مشرتابه د روان ۱۴۰۳ کال د وري په ۱۲مه د يو حکم په ترڅ کې چې د مالیې وزارت ته لېږل شوی، امر کړی و چې د روان لمریز کال له وري میاشتې دې د ملکي او نظامي کارکوونکو له معاشونو د تقاعد وضع کېدل بند شي.

په دغه حکم کې راغلي: «د ۱۴۰۳ مالي کال د حمل له میاشتې له ملکي او نظامي معاشونو څخه د تقاعد وضع کېدل بند کړئ، او تاسي د ټولو اماراتي اداراتو په همکارۍ د امارت په کچه د برحاله نظامي او ملکي کارکوونکو د تقرر نېټې، د خدمت موده او د تقاعد تر نامه لاندې وضع شوی مبلغ معلوم کړئ او موږ ته معلومات راکړئ.»

ماليې وزارت کې یوې سرچينې هغه مهال بي‌بي‌سي ته ويلي وو، د هغو کسانو موضوع چې پخوا ترې تقاعد ګرځول شوی، جلا ده او په اړه یې تر اوسه حکم نه دی شوی.

Views: 52

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.