ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې سږ کال د ځمکني توتانو حاصلات تر ۲۲۵ ټنه پورې اټکل شوي

بلخ کې سږ کال د ځمکني توتانو حاصلات تر ۲۲۵ ټنه پورې اټکل شوي

author avatar
29 May 2024 - 15:51
بلخ کې سږ کال د ځمکني توتانو حاصلات تر ۲۲۵ ټنه پورې اټکل شوي
author avatar
29 May 2024 - 15:51

مزارشریف (پژواک، ۹ غبرګولی ۱۴۰۳): د بلخ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست وایي چې سږ کال په دغه ولایت کې ځمکني توت ډېر کرل شوي او حاصلات یې لږ تر لږه تر ۲۲۵ ټنو پورې اټکل شوي دي.

مسوولين وایي، تېر کال يوازې پر ۱۰۰ جريب ځمکه دغه مېوه کرل شوې وه خو سږ کال يې کچه تر ۱۵۰ جريبه پورې رسېدلې ده.

د بلخ کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ترویج مدیر محمدحسین عظیمي پژواک خبري اژانس ته وويل، د دغه ولايت په دولت‌آباد، بلخ، شولګره، دهدادي او نهرشاهي ولسواليو کې سږ کال پر ۱۵۰ جریب ځمکه ځمکني توتان کرل شوي چې د اټکل له مخې به ترې ۲۲۵ ټنه حاصل راټول شي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، هر جريب ځمکه لږ تر لږه يونيم ټن حاصل ورکوي چې په بازار کې يې د نرخ لوړوالي ته په کتو کروندګر ترې په لوړه کچه عوايد ترلاسه کوي.

هغه وويل، تېر کال په بلخ کې پر ۱۰۰ جريب ځمکه ځمکني توت کرل شوي وو چې نږدې سل ټنه حاصل يې ورکړی و.

ورته مهال، کروندګر هم د ځمکني توتانو له حاصلاتو او ګټې راضي دي.

د بلخ ولسوالۍ یو کروندګر محمدناصر وایي، له درېیو کلونو راهیسې پر خپله ځمکه ځمکني توت کري او له حاصلاتو یې راضي دي.

نوموړی زیاتوي، سږ کال موسمي بارانونه او د تېر کال مناسبه هوا د دې لامل شوي چې د توتانو حاصل ډېر شي.

علاوالدین چې سږ کال يې په دهدادي ولسوالۍ کې پر دوه جریب ځمکه ځمکني توت کرلي وايي، نورو سيمو کې د توتانو له کروندو ترلاسه شوې ګټې دی هم وهڅاوه چې توتان وکري.

نوموړی زياتوي: «حکومت دې د بازارموندنې ترڅنګ د ځمکني توتانو ساتلو لپاره سړې‌ خونې جوړې کړي او همداراز دې د ځمکني توتانو کرکيلې، حاصلاتو ټولولو، ساتلو او بسته‌بندۍ په موخه لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.»

د یادونې ده، ځمکني توتان د کال د پيل له لومړنیو مېوو ګڼل کېږي چې وروستیو کلونو کې د بلخ ترڅنګ په ننګرهار، کندهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم کرل کېږي او خلکو لېوالتیا ورته ډېره شوې ده.

Views: 14

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.