کابل (پژواک، ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۳): کابل ښار کې د تېرو اوو ورځو په پرتله د سروزرو بیې لوړې شوې خو د نورو لومړنیو خوراکي توکو بیو کې کوم بدلون نه دی راغلی.

د کابل ښار د تیمورشاهي پر واټ د حاجي صالحزاده زرګرۍ مالک محمدفواد وویل چې نن د تېرې اونۍ په نسبت د یو ګرام ٧٥٠ عیار عربي سروزرو بیه له ۴۳۵۰ څخه ۴۴۰۰ افغانیو او یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سروزرو بیه له ۳۴۵۰ څخه ۳۵۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د سروزرو پلورونکو په خبره، د کابل ښار په بازارونو کې د سروزرو بیې بدلون په نړۍوالو بازارونو کې د هغو د بیو له بدلون سره تړاو لري.

خوراکي توکي

په کابل ښار کې د خوراکي توکو اتحادیې رییس زمري صافي وویل، نن هم لکه د تېرې شنبې په څېر ۴۹ کیلوګرامه هندي بوره په ۳۰۰۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۵۵۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړي په ۱۴۲۰ افغانۍ، یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۰۰ او یو کیلوګرام شین اندونیزیایي چای په ۳۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږې خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.

د کابل ښار په دهن باغ سیمه کې د خوراکي توکو یوه پرچون پلورونکي حامد صوفيزاده وویل چې نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۶۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۳۰۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۴۷۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د نفتي توکو بیې

د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د تېرو اوو ورځو په څېر د یو لېتر پټرولو بیه ۶۲ او د یو لېتر ډېزلو بیه ۵۸ افغانۍ ده.

د کابل ښار په کلولهپشته سیمه کې یو ګاز پلورونکی محمدشریف وایي چې نن د تېرو ۷ ورځو په څېر د یو کیلوګرام مایع ګاز بیه ۴۸ افغانۍ ده.

ډالر او کلدارې

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د صداقت صرافي مالک حاجي حسین وویل چې نن د یوه امریکایي ډالر د پېر بیه ۷۱ اعشاریه ۳۰ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۵۰ افغانۍ بدلېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د غبرګولي په ۵مه هم د یوه امریکايي ډالر د پېر بیه ۷۱ اعشاریه ۳۰ افغانۍ وه خو زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۵۵ افغانیو بدلېدې.