ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ټول هېواد کې د ګوزڼ واکسین کمپاین پیل شو

ټول هېواد کې د ګوزڼ واکسین کمپاین پیل شو

author avatar
3 Jun 2024 - 09:00
ټول هېواد کې د ګوزڼ واکسین کمپاین پیل شو
ارشیف
author avatar
3 Jun 2024 - 09:00

کابل (پژواک، ۱۴ غبرګولی ۱۴۰۳): د عامې روغتیا وزارت وایي، په ټول هېواد کې د ګوزڼ (پولیو) واکسین کمپاین پیل شو چې په ترڅ کې به يې څه باندې ۱۱ میلیون ماشومان واکسین شي.

د عامې روغتیا وزارت له خوا په خپره شوې خپرپاڼه کې راغلي، د نړۍوالو ادارو په ملاتړ نن په هېواد کې د ګوزڼ واکسین کمپاین پیل شو.

خبرپاڼې زیاته کړې، په دغه کمپاین کې به له پنځو کلونو کم عمره ۱۱،۲ میلیون ماشومان د ګوزڼ یا پولیو ناروغۍ پر وړاندې واکسین شي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست مولوي نورجلال جلالي د دغه کمپاین د پیل په مناسبت وویل چې یاد وزارت له خپلو نړۍوالو شریکانو سره په ګډه ژمن دی چې په ټول افغانستان کې د پولیو ویروس مخنیوی وکړي.

جلالي زیاته کړې: «موږ هڅه کوو چې د پولیو واکسین د کمپاینونو ترڅنګ نورو بشپړوونکو روغتیايي خدمتونو ته هم دوام ورکړو، څو په ټول هېواد کې د پولیو ناروغي د ختمولو موخې ته ورسېږو.»

د خبرپاڼې په حواله، یاد کمپاین به څلور ورځې دوام وکړي.

د عامې ورغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د تېر ۲۰۲۳ زېږدیز کال په اوږدو کې د افغانستان په کچه د پولیو ناروغۍ پنځه مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

Views: 18

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.