ژبه

قزاقستان له افغانستان سره د سوداګرۍ لپاره بدیله لاره جوړوي

کابل (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۳): قزاقستان د ترکمنستان له لارې د یوې بدیلې لارې پر جوړولو کار کوي څو له افغانستان سره یې سوداګري له یو میلیارد ډالرو څخه درې میلیارد ډالرو ته لوړه کړي.

د انټرفکس خبري اژانس د راپور له مخې، د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سیرک ژومانګارین دغه څرګندونې تېره ورځ کړې دي.

هغه د جزییاتو له ورکولو پرته ویلي چې دغه لار به له ترکمنستان څخه تېریږي.

ده هیله څرګنده کړې چې دا بدیله لار به له افغانستان سره د قزاقستان سوداګري په کال کې له یو میلیارد ډالرو څخه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د غویي په ۱۳مه د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایف له افغانستان سره د اړیکو لا پراختیا په هدف د «افغان طالبانو نوم د ترهګرو سازمانونو» له نوملړه لرې کړ او افغان حکومت هم دغه ګام وستایه.