کابل (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۳): د کورنیو چارو وزارت له نشهیي توکو سره د مبارزې مرستیال د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام له مسوول سره په لیدنه کې ویلي چې نشهیي توکي یوازې د افغانستان ستونزه نه، بلکې نړۍوال بشري ناورین دی.
د کورنیو چارو وزارت نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د یاد وزارت له نشهیي توکو سره د مبارزې مرستیال لوی پاسوال ملا عبدالحق همکار د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام له مسوول سټیفن رودیکیوس، د پروژې له مدیر ویدیسټ کیلبیک او د پروګرام له متخصص عبدالحامد عمر سره په خپل دفتر کې ولیدل.
سرچینې زیاته کړې، په دې لیدنه کې دواړو لورو له نشهیي توکو سره د مبارزې، د روږدو کسانو درملنې، بزګرانو ته د بدیل کښت او په دې برخه کې د هر اړخيزو مرستو په اړه بحث او خبرې وکړې.
همکار له نشهیي توکو سره د مبارزې برخه کې د ملګرو ملتونو له پرمختیایي شورا د مرستو غوښتنې ترڅنګ وویل چې دغه توکي یوازې د افغانستان ستونزه نه، بلکې نړۍوال بشري ناورین دی.
نوموړي زیاته کړې: «له بده مرغه نړۍ په دې برخه کې له موږ سره اړینه مرسته نه ده کړې.»
د یادونې ده، په افغانستان کې له سیاسي بدلون وروسته د اسلامي امارت مشرتابه د فرمان له مخې، په هېواد کې د نشهیي توکو پر کښت، پېر او پلور بندیز لګېدلی دی.
Views: 11
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن