کابل (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۳): د ملي دفاع وزارت وايي چې د هرات په ۲۰۷ الفاروق قولاردو کې ۳۸۰ میله بېلابېلې وسلې او ۲۱۳ پوځي وسایط ترمیم شوي دي.
ملي دفاع وزارت پر خپله اېکسپاڼه د ياد مطلب ترڅنګ ليکلي چې دغه وسلې او پوځي وسایط د تېر یوه کال په اوږدو کې ترميم شوي دي.
سرچينه زياتوي، په يادو پوځي وسایطو کې ۹۰ هاموې ټانکونه، ۴۸ چایندار روسي ټانکونه، ۴۰ انټرنېشنل لوی موټر، ۳۵ ضربتي ټانکونه او ۵ کرنګونه شامل دي.
د ملي دفاع وزارت لیکلي چې ترمیم شوي دغه وسایط او وسلې د «تېرې ادارې» له لوري تخریب او پاتې شوي وو چې له جوړېدو وروسته د دویم ځل لپاره فعالیت ته چمتو شوي دي.
Views: 17
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن