Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د یوې ښځې مړی موندل شوی

غزني‌ښار (پژواک، ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۳): د غزني امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په خواجه‌عمري ولسوالي کې د یوې ښځي مړی موندل شوی دی.

د غزني امنیې قومانداني ویاند ابوخالد سرحدي پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره ورځ ناوخته د خواجه‌عمري ولسوالي هدرات کلي ته څېرمه د سیند اوبو کې د یوې ښځي مړی پیدا او د ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوی دی.

هغه زیاته کړه چې د یادې شاوخوا ۵۵ کلنې ښځې وژل کېدو لامل تر اوسه نه دی څرګند شوی او نه یې هم کورنۍ پیدا شوې ده.

د نوموړي په خبره چې د دې پېښې په اړه د ځايي مسوولینو له لوري پلټنې پیل شوې دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.