ژبه

په تېرو اوو ورځو کې له ایران او پاکستانه څه باندې ۲۷۵۰۰ کډوال راستانه شوي
ارشیف

کابل (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۳): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له خوا د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، په تېرو اوو ورځو کې له پاکستان او ایرانه ۲۷ زره او ۸۳۱ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه کډوال د غبرګولي میاشتې له  ۱۷مې تر ۲۳مې پورې له پاکستان او ایرانه په زور او یا خپله خوښه راستانه شوي دي.

پژواک خبري اژانس دغه شمېرې له تېرو اوو ورځو راهیسې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت پر اېکس‌پاڼه د خپرو شوو معلوماتو له مخې را اخیستې دي.

د دغه وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د یادو کډوالو له ډلې ۶۵۳۴ کسان چې شاوخوا ۱۲۰۶ کورنۍ کېږي د تورخم او سپن‌بولدک له لارو له پاکستانه په جبري ډول راایستل شوي دي.

دغه راز، په یاده موده کې ۲۱۲۹۷ کسان د هرات اسلام‌کلا بندر او د نیمروز د ابرېشم پله له لارو له ایرانه په خپله خوښه او جبري ډول هېواد ته راستانه شوي دي.

د یادونې ده، د روانې غبرګولي میاشتې له لسمې تر ۱۶مې پورې له پاکستان او ایرانه ۱۴۱۹۱ افغان کډوال په زور او یا خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي وو.