Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سمنګان کې یوه ځوان خپل پلار وژلی

اېبک (پژواک، ۳ چنګاښ ۱۴۰۳): سمنګان کې امنیتي سرچینې وايي، یوه ځوان د دغه ولایت په خرم سارباغ ولسوالۍ کې خپل پلار د چره‌یي ټوپک په ډز وژلی دی.

د سمنګان امنیې قوماندانۍ ویاند حشمت‌الله رحماني پژواک خبري اژانس ته وویل، یوه ځوان د جمعې ورځ (د چنګاښ لومړۍ نېټه) د خرم سارباغ ولسوالۍ مربوطاتو کې خپل پلار وژلی دی.

رحماني زیاته کړه: «یاد ځوان وروسته له هغه خپل پلار د چره‌يي ټوپک په ډز وژني چې د یوې نامعلومې موضوع په اړه بحث کاوه او له سیمې تښتي چې وروسته له پنځو ساعتونو د امنیتي ځواکونو له خوا نیول کېږي.»

نوموړي د یاد قتل لامل او انګېزه کورنۍ شخړې او جنجالونه وبلل.

هغه څرګنده کړه چې پر قتل تورن کس د لا ډېرو څېړنو په ‌موخه تر نظارت لاندې دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.