کابل (پژواک، ۶ چنګاښ ۱۴۰۳): په کابل کې د جاپان سفیر د عامې روغتیا وزارت له سرپرست سره لېدنه کې ویلي، هېواد به یې د تېر په څېر د افغانستان د روغتیا له برخې سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
د عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي په کابل کې د جاپان له سفیر کورومیا تاکایوشي سره ولېدل.
سرچينې لیکلي، دغه لیدنه کې په روغتیايي برخه کې د جاپان هېواد د ونډې او د دواړو هېوادونو ترمنځ په روغتیايي برخه کې د لا دوامداره همکاریو په اړه بحث او خبرې وشوې.
خبرپاڼه کې راغلي، جلالي د ساري ناروغیو د درملنې، د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې، په روغتیايي خدماتو کې د شفافیت، په لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي مراکزو جوړولو په اړه خبرې وکړې او یادو برخو کې یې د جاپان همکاري اړینه وبلله.
وزارت لیکلي، د جاپان هېواد سفیر په روغتیايي برخه کې پر ګډ کار او دوامداره همکارۍ خوښي څرګنده کړه او و یې ویل، هېواد به یې د تېر په څېر خپلو همکاریو ته دوام ورکړی او د افغانستان له روغتیایی سکتور سره به تلپاتې همکار واوسي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن