ژبه

اسټرالیا له افغانستان سره ۲،۶ میلیون ډالر مرسته اعلان کړه

کابل (پژواک، ۷ چنګاښ ۱۴۰۳): د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکی دفتر (اوچا) وايي چې اسټرالیا د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۲،۶ میلیون امریکایي ډالر مرسته اعلان کړه.

یادې ادارې دغه خبر نن پر خپله اېکس پاڼه خپور کړی او له اسټرالیا څخه یې د ‎دې مرستې له امله مننه کړې ده.

اوچا ویلي چې یاده اندازه مرسته به د روان ۲۰۲۴ زېږدیز کال په اوږدو کې د بشري مرستو برخه کې ولګول شي.

سرچینه زیاتوي، له دې مرستې سره له ۲۰۱۴ زېږدیز کال راهیسې له افغانستان سره بشري برخه کې د یاد هېواد د مرستو کچه څه باندې ۷۴ میلیون اسټرالیايي ډالرو ته ورسېده.

په داسې حال کې چې له دې مخکې هم یو شېمر هېوادونو د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره نغدي مرستې اعلان کړې وې.