سرپل (پژواک، ۹ چنګاښ ۱۴۰۳): د سرپل ولایت مقام وايي، د ۲۰۹ الفتح څلورمې لوا د بلوک قوماندان د خپل زوی له لوري د کلاشینکوف په سهوي ډز وژل شوی دی.
د سرپل ولایت مقام خبرپاڼه کې راغلي: «د سرپل د کوهستاناتو ولسوالۍ د مسوولینو د راپور له مخې، د ۲۰۹ الفتح څلورمې لوا د بلوک قوماندان حسن خان له ولسوالۍ د قلعه شهر پر لاره د خپل زوی له لوري د کلاشینکوف په ډز وژل شوی دی.»
سرچینې لیکلي، د کلاشینکوف ډز غیر قصدي و او په دې برخه کې د پولیسو څېړنې روانې دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن