ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د یوناما اندېښنه؛ ا.ا وایي، د ټولو اتباعو حقوق تامین دي

افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د یوناما اندېښنه؛ ا.ا وایي، د ټولو اتباعو حقوق تامین دي

author avatar
10 Jul 2024 - 13:13
افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د یوناما اندېښنه؛ ا.ا وایي، د ټولو اتباعو حقوق تامین دي
author avatar
10 Jul 2024 - 13:13

کابل (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۳): د م.م سیاسي استازولۍ په افغانستان کې د امر بالمعروف وزارت پر ځینو کړنو نیوکه کړې، خو د ا.ا ویاند وایي، دغه اندېښنې بې‌ځایه دي، د ټولو اتباعو حقونه ورکړل شوي او افغانستان دې د یوې مسلمانې ټولنې په توګه وارزول شي.

تېره ورځ د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما په خپل تازه راپور کې په افغانستان کې د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت پر ځینو کړنو نیوکه کړې وه او په دغه راپور کې یې د ځينو بندیزونو، په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې محدودیتونه اندېښمنوونکي بللي وو.

په دغه راپور کې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵مې بیا د ۲۰۲۴ کال د مارچ تر ۳۱مې پورې تر ډېره د بشري حقونو وضعیت او د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت کړنې ارزول شوې دي.

په راپور کې ادعا شوې چې د لارښوونو او حکمونو پلې کېدو برخه کې د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت ځينې لارې چارې د بشري حقونو د نقض لامل کېږي.

د راپور په یوې برخه کې راغلي: «د ۲۰۲۱  کال د اګسټ له ۱۵مې بیا د ۲۰۲۴  کال د مارچ تر ۳۱مې، یوناما لږ تر لږه ۱۰۳۳ قضیې، ۲۰۵ مورده د ښځو او ۸۲۸ نورې د نارینه‌وو پر وړاندې مستندې کړې چې په هغو کې د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت برحالو کارکوونکو د حکمونو عملي کولو پر مهال له زوره کار اخیستی چې د خلکو د ازادۍ، بدني او روحي روغتیا د نقض لامل شوي دي.»

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د یاد راپور په غبرګون کې پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د امر بالمعروف وزارت د پروسيجر په اړه د یوناما نیوکې بې‌ځایه دي.

هغه لیکلي، کوم احکام چې د امر بالمعروف، نهي ‌عن‌المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت له خوا توصیه کېږي، هغه معلوم اسلامي احکام دي.

مجاهد زیاته کړې: «متأسفانه د یوناما راپور جوړوونکي هڅه کوي چې افغانستان له غربي لیدلوري وارزوي، دغه کار ناسم دی، افغانستان باید د یوې مسلمانې ټولنې په څېر وارزول شي، د دغه هېواد د ملت چې مطلق اکثریت مسلمانان دي او د شرعي نظام جوړېدو لپاره یې سترې قربانۍ ورکړې، غوښتنې په پام کې ونیول شي.»

د اسلامي امارت ویاند لیکلي، په افغانستان کې د اسلامي امارت په حاکمیت سره د اتباعو ټول شرعي حقوق تامین دي، که ښځينه دي که نارینه، شرعي برخورد ورسره کېږي او د اسلامي شریعت احکام د قوانینو په څېر د اجرا وړ دي، په دې اړه له چا سره هيڅ ډول زورزیاتی او ظلم نه کېږي.

Views: 48

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.