ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پروان کې یو کس د جعل‌کارۍ او د یوې ښځې په ګډون شپږ کسان د غلا په تور نیول شوي

پروان کې یو کس د جعل‌کارۍ او د یوې ښځې په ګډون شپږ کسان د غلا په تور نیول شوي

author avatar
10 Jul 2024 - 13:27
پروان کې یو کس د جعل‌کارۍ او د یوې ښځې په ګډون شپږ کسان د غلا په تور نیول شوي
author avatar
10 Jul 2024 - 13:27

چاریکار (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۳): پروان کې دوه کسان له یو غلا شوي موټر، یو کس د موټرو په پېر او پلور کې د جعل‌کارۍ او د یوې ښځې په ګډون څلور نور کسان له یوه کوره د سرو زرو او نغدو پیسو د غلا په تور نیول شوي دي.

د پروان امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په جبل‌السراج ولسوالۍ کې دوه کسان هغه مهال نیولي چې غوښتل یې له کاپیسا غلا کړی یو موټر له دې لارې ولېږدوي.

سرچینه زیاتوي، پولیسو د دغه ولایت د مرکز اړوند څلورمې امنیتي حوزې سیمه کې یو کس د موټرو په پېر او پلور کې د جعل‌کارۍ او څلور نور کسان د غلا په تور نیولی دي.

خبرپاڼه کې راغلي، یاد څلور کسان چې یوه مېرمن په کې شامله ده، تورن دي چې د سیمې له یوه کوره یې ۱۴۵۰۰۰ افغانۍ، یو د سرو زرو سېټ او یوه اندازه نور قیمتي توکي غلا کړي دي.

د خبرپاڼې له مخې، نیول شوي کسان له جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیریت له لوري تر لومړنیو څېړنو لاندې دي او وروسته به اړوند ارګان ته وسپارل شي.

Views: 9

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.