جلالاباد (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۳): ننګرهار کې مسوولین وايي چې د دغه ولایت په تورخم ښارګوټي کې ۲۰۰ سوالګر راټول شوي دي.
د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رييس مولوي فریدالله حقاني پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې د سوالګرو ټولولو کمپاین په لړ کې یې له تورخم ښارګوټي ۲۰۰ سوالګر راټول کړي دي.
د نوموړي په خبره، دغه سوالګر چې ډېری يې کمعمره ماشومان دي، د مسوولو ادارو له لوري تشخيص او بايومټريک کېږي، وروسته له مستحقو کسانو سره مرستې کېږي او حرفوي سوالګر د ضمانت په اخیستو خپلو کورنيو ته سپارل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت له لوري په ټول هېواد کې د سوالګرو ټولولو په موخه ځانګړي کمېسيونونه جوړ شوي څو د دې چارې مخه ونيسي او مستحقو کسانو ته د مرستې يا کار زمينه برابره کړي.
Views: 76
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP