Language

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی ګیله‌من وزیر مړ شو

کابل (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۳): د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی ګیله‌من وزیر تېره شپه په روغتون کې د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه.

ګیله‌من وزیر درې ورځې مخکې په اسلام‌اباد کې د ناپېژاندو کسانو په يوه بريد کې پر سر سخت ټپي شو چې له درې ورځې کوما وروسته يې تېره شپه د اسلام‌اباد په پيمز روغتون کې ساه ورکړه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي چې د نوموړي جسد نن سهار ۶ نیمې بجې د یوې قافلې په بدرګې وزیرستان ته روان کړای شو او د مازیګر په څلور بجو به د رزمک په اسدخېلو سیمه کې خاورو ته وسپارل شي.

‎د ګيله‌من وزیر اصلي نوم حضرت نعيم و چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي شورا غړی او د  پښتو ژبې شاعر و.