ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې د پوهنې اړوند درې رغنیزې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

لوګر کې د پوهنې اړوند درې رغنیزې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

author avatar
13 Jul 2024 - 16:21
لوګر کې د پوهنې اړوند درې رغنیزې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
author avatar
13 Jul 2024 - 16:21

پل‌علم (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۳): د لوګر پوهنې ریاست وایي چې د دغه ولایت په څرخ ولسوالۍ کې د نږدې شپږ میلیون افغانیو په لګښت د پوهنې اړوند درې رغنیزې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د لوګر پوهنې ریاست ویاند شاه‌پور عرب پژواک خبري اژانس ته وویل، د څرخ ولسوالۍ د شیخ عمر بابا، خواجه اسماعیل او شش کلا په ښوونځیو کې د درېیو رغنیزو پروژو چارې بشپړې شوې.

عرب زیاته کړه: «په دغو پروژو کې یادو ښوونځیو ته په لمریزو تختو مجهز د پاکو اوبو ژورې څاه‌ګانې کېندل شوې، د پاکو اوبو رسولو شبکې جوړې شوې، د لاس مینځلو ځایونه برابر شوي، د اوبو ذخیرې، کانکرېټي کثافت دانۍ، سپتیک څاه‌ګانې او ساده او عصري تشنابونه جوړ شوي دي.»

نوموړي همدارنګه زیاته کړه، یادې پروژې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (UNICEF) له لوري د شپږو میاشتو په ترڅ کې د نږدې شپږ میلیون افغانیو په مالي لګښت جوړې او ګټې اخیستنې سپارل شوې دي.

د هغه په وینا، د یادو پروژو په بشپړېدو سره تر سلو ډېرو ښوونکو او شاوخوا دوه زره زده کوونکو ته د څښاک پاکې اوبه او د حفظ‌الصحې اسانتیاوې برابرې شوې دي.

بلخوا، د لوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ کې یوه ښوونکي سیدالرحمن پژواک ته وویل، خوښ دی چې د یونیسف له لوري درېیو ښوونځيو کې رغنیزې پروژې بشپړې شوې.

نوموړي زیاته کړه، د یادو پروژو له بشپړېدو سره سلګونو زده‌کوونکو او ښوونکو ته چې له دې مخکې له ستونزو سره مخ وو، اسانتیاوې رامنځته شوې دي.

د یادونې ده، له دې مخکې هم د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق له لوري د لوګر ولایت په بېلابېلو ښوونځیو کې پروژې بشپړې شوې دي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.