ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دایکنډي په سنګتخت‌وبندر کې یوه روغتیایي مرکز ته ودانۍ جوړه شوه

د دایکنډي په سنګتخت‌وبندر کې یوه روغتیایي مرکز ته ودانۍ جوړه شوه

author avatar
13 Jul 2024 - 17:48
د دایکنډي په سنګتخت‌وبندر کې یوه روغتیایي مرکز ته ودانۍ جوړه شوه
author avatar
13 Jul 2024 - 17:48

نیلي (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۳): د دایکنډي د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت په سنګتخت‌وبندر ولسوالۍ کې د ۲۶۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت یوه روغتيایی مرکز ته ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د دایکنډي د عامې روغتیا ریاست د نشراتو مدیر نوید ذکي وویل چې د دغه «BHC» روغتیایي مرکز ودانۍ تېره ورځ د ځايي مسوولینو، تطبیق کوونکو موسسو او ځايي اوسېدونکو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

هغه زیاته کړه چې د یاد روغتیایي مرکز ودانۍ د «UNHCR» په مالي مرسته د وطن پراختیايي او ټولنیزې موسسې له لوري جوړه شوې ده.

هغه زیاته کړه چې د یاد روغتیايي مرکز پر جوړېدو ۲۶۰ زره امریکايي ډالره لګښت راغلی دی.

نوموړي څرګنده کړه چې د دایکنډي د عامې روغتیا رییس ډاکټر غني صمیم د دغه مرکز د پرانیستې پر مهال وویل، امنیت او روغتیا د یوې ټولنې سترې اړتیاوي دي چې د ده په اند، اوس خلک له دغو دواړو برخمن دي.

د دایکنډي د عامې روغتیا رییس د دغه روغتیايي مرکز له پرسونل څخه وغوښتل چې لا ښه روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي او ټینګار یې وکړ چې له مراجعینو سره دې نیک چلند وشي.

Views: 9

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.