Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سږ کال په کندوز کې د هندواڼو حاصلات څه باندې ۱۷ سلنه ډېر شوي

کندوز ښار (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۳): د کندوز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، سږ کال په دغه ولایت کې ۱۴۵ زره مټریک ټنه هندواڼې ترلاسه شوې چې د تېر کال په پرتله څه باندې ۱۷ سلنه زیاتوالی ښيي.

د کندوز د کرنې ریاست د کرنیزو چارو امر صلاح‌الدین واحدي له پژواک خبري اژانس سره خبرو کې د هندواڼو حاصلاتو ډېرېدو لاملونه د دغه ریست له لوری کروندګرو ته د کرنې د نوي سیسټم معرفي کول، د کيمیاوي سرو وېش او د نباتي افتونو کنټرول یاد کړل.

هغه وویل: «سږ کال په کندوز کې پر څه باندې پنځه زره هکتاره ځمکه هندواڼې کرل شوې چې ۱۴۵ زره مټریک ټنه حاصلات ترې ترلاسه شوي، تېر کال مو ۱۲۳ زره او ۷۰۰ مټریک ټنه د هندواڼو حاصلات درلودل چې په دې حساب څه باندې ۱۷ سلنه زیاتوالی ښيي.»

بلخوا، کندوز کې ځیني کروندګر د هندواڼو حاصلاتو پر زیاتېدو خوښي څرګندوي.

په دغه ولایت کې یوه بزګر سید ذاکرالله سادات وايي چې د هندواڼو حاصلاتو راټولولو فصل په رارسېدو سره د دغه محصول د پلور بازار کېږي او په ټیټه بیه پلورل کېږي.

هغه په کندوز ولایت کې د کرنیزو محصولاتو لپاره د معیاري سړو خونو جوړېدو او بازار موندنې غوښتنه کوي.

سادات په دې اړه وايي: «له خپلو حاصلاتو ډېر خوشحاله یو، خو د بزګرانو لویې ستونزې داد دي چې کله د راټولولو وخت ورسیږي، ارزانه پلورل کېږي.»

بل کرونګر عبدالحي وویل: «حاصلات ماشاءالله ښه دي، زموږ حاصلاتو ته دې بازار پیدا شي، اوس چې زموږ حاصلات رسېدلي، ارزانه دي او قيمت نه لري.»

د هغه د معلوماتو له مخې، اوس مهال په دغه ولایت کې په عمده ډول د یو من، یعنې ۷ کیلوګرامه هندواڼې بیه ۲۵ تر ۳۰ افغانیو ده.

د یادونې ده، د هندواڼو ترڅنګ خټکي، انګور، شفتالو او بادام د کندوز له مهمو کرنیزو محصولاتو دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.