Language

د کورنیو چارو وزارت یو پلاوی چین ته ولاړ

کابل (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۳): د کورنیو چارو وزارت وایي چې د دغه وزارت له نشه‌یي توکو سره د مبارزې معینیت یو پلاوی په یوه علمي سیمینار کې د ګډون په موخه چین ته ولاړ.

د کورنیو چارو وزارت دغه خبر پر خپله اېکس‌پاڼه خپور کړی دی.

سرچينې لیکلي، یاد پلاوی د کورنیو چارو وزارت له نشه‌يي توکو سره د مبارزې معینیت د دفتر رییس مولوی حسیب‌الله احمدي په مشرۍ تللی دی.

سرچینې په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي خو له دې مخکې هم د بېلابېلو ادارو پلاوو د ظرفیت لوړونې او نورو علمي سیمینارونو کې د ګډون لپاره چین ته سفرونه کړي دي.