ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملګري ملتونه: له سېلاب‌ځپلو د ملاتړ په موخه ډېرې بودجې ته اړتیا ده

ملګري ملتونه: له سېلاب‌ځپلو د ملاتړ په موخه ډېرې بودجې ته اړتیا ده

author avatar
20 Jul 2024 - 15:59
ملګري ملتونه: له سېلاب‌ځپلو د ملاتړ په موخه ډېرې بودجې ته اړتیا ده
آرشیف
author avatar
20 Jul 2024 - 15:59

کابل (پژواک، ۳۰ چنګاښ ۱۴۰۳): د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند ویلي، بشري مرسته‌کوونکي وایي، له سېلاب‌ځپلو د ملاتړ او له هغو کورنیو چې په ازاده فضا او یا په موقتي سرپناوو کې ژوند کوي، د هغوی د خوندیتوب په موخه ډېرې بودجې ته اړتیا ده.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفان دوجاریک یوې خبري ناستې ته ویلي چې افغانستان د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې ډېر زیانمنونکی دی.

نوموړي زیاته کړې: «نن د بشردوستانه چارو همغږي‌کوونکي دفتر نن په مهربانۍ افغانستان ته وویل چې موږ له خپلو شریکانو سره په افغانستان کې له اړوند چارواکو سره د هغو ناڅاپي بارانونو او سېلابونو د غبرګون په اړه چې په ختیځ او شمال‌ختیځ کې یې دغه هېواد اغېزمن کړی، د همغږۍ په حال کې یو.»

هغه ویلي: «تر نن ورځې مو شاوخوا ۷۲۰ میلیونه ډالر ترلاسه کړي، دا پیسې د افغانستان د بشري مرستو لپاره د غوښتل شوو درې میلیارد ډالرو ته په کتو یو په څلورمه کم دي.»

هغه زياته کړې، تورخم کې له پاکستانه د راستنېدونکو کسانو د دوی د نوم‌لیکنې دفتر د توپان له امله سخت زيانمن شوی دی.

وروستیو سېلابونو ننګرهار، لغمان، پنجشېر او میدان‌وردګو ولایتونو کې د دغو ولایتونو اوسېدونکو ته ځاني او درانه مالي زیانونه اړولي دي.

Views: 5

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.