کابل (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د کورنیو چارو وزارت وایي، په دایکنډي ولایت کې یې هغه لس کلن ماشوم ژغورلی چې له درېیو ورځو راهیسې د یوه کس په کورني بند کې و او په تړاو یې یو کس هم نیول شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع دغه څرګندونې پر خپله اېکسپاڼه کړې دي.
هغه لیکلي: «د دایکنډي ولایت امنیه قومندانۍ امنیتي منسوبینو د یاد ولایت مرکز نیلي ښار په لومړۍ ناحیه کې د یو پلټونکې عملیات په ترڅ کې یو لس کلن ماشوم چې یو کس په خپل کور کې له درې ورځو راهیسې په زنځیرونو تړلی و او شکنجه کاوه یې، ژغورلی او تورن کس یې نیولی دی.»
قانع په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي خو لیکلي یې دي چې دغه ماشوم د دایکنډي ولایت د خدیر ولسوالۍ اوسېدونکی دی چې په مرکز نیلي ښار کې یې د یو کس لپاره شپني (چوپاني) کوله.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP