کابل (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۳): د پاکستان رسنیو راپور ورکړی چې له دغه هېواده افغانستان ته د بورې صادرات له څلور کلن ځنډ وروسته بېرته پیل شول.
ډان ورځپاڼې چهارشنبې (د زمري ۳مه) راپور ورکړی چې په تېرو څلورو ورځو کې څه باندې ۴۰۰ موټره بوره د تورخم له لارې افغانستان ته صادر شوې ده.
یادې رسنۍ د تورخم دروازې د چارواکو له قوله لیکلي، څلور ورځې مخکې نږدې ۱۰۰ موټر چې په هر یوه کې ۳۳ ټنه بوره بار وه، افغانستان ته داخل شوي او له دې وروسته به هم دا پروسه دوام ولري خو د افغانستان چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د راپورونو له مخې، د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې د روان کال د زمري تر ۲۴مې افغانستان ته د ۱۵۰ زره ټنه بورې صادرولو اجازه ورکړې ده.
د ویلو ده، پاکستان څلور کاله مخکې افغانستان ته د بورې صادرات ځکه درولي وو چې خپل بازارونه یې د بورې له کمښت سره مخ شوي وو او بیه یې لوړه تللې وه.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د روان کال د جون په ۲۹مه د یوې اطلاعیې په خپرولو د افغانستان پر تازه مېوو او ترکاریو تعرفه څو چنده لوړه کړه او د جولای له لومړۍ نېټې یې عملي کړه.
د پاکستان یاد اقدام د افغان سوداګرو ته د زیان اوښتو لامل شوی او سوداګر د ګمرکي تعرفې د بېرته ژر تر ژره ټیټېدو غوښتنه کوي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن