ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کاملا هریس د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته رسماً نومانده شوه

کاملا هریس د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته رسماً نومانده شوه

author avatar
27 Jul 2024 - 13:11
کاملا هریس د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته رسماً نومانده شوه
author avatar
27 Jul 2024 - 13:11

کابل (پژواک، ۶ زمری ۱۴۰۳): د امریکا د ولسمشر مرستیالې کاملا هریس ویلي چې د دغه هېواد د ۲۰۲۴ کال ولسمشریزو ټاکنو لپاره یې د خپلې نوماندۍ فورم لاسلیک کړی دی.

هغې تېره ورځ ناوخته پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي: «زه په رسمي ډول ځان د امریکا متحده ایالتونو ولسمشریزو ټاکنو ته اعلانوم.»

هریس ویلي چې د دې انتخاباتي ډله به د ۲۰۲۴ کال د نومبر میاشتې په ټاکنو کې بریالۍ شي.

د یادونې ده، د امریکا ولسمشر جوبایډن د تېرې اونۍ په یکشنبې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې له خپلې نومانۍ تېر شو او له دې څو دقیقې وروسته د خپل او کاملا هریس د انځور خپرولو یې د هغې له نوماندۍ ملاتړ اعلان کړ.

دا په داسې حال کې ده چې ټولو ډیموکراتانو د هغې له نوماندۍ ملاتړ کړی او په دې وروستیو کې د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما او د هغې مېرمنې هم له هغې ملاتړ کړی دی.

د امریکا ولسمشریزې ټاکنې به د روان کال د نومبر په ۵مه ترسره شي او د ټاکنو ګټونکی به خپل فعالیت له تحلیف وروسته د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ له ۲۰مې د ۲۰۲۹ کال د جنورۍ تر ۲۰مې ترسره کړي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.