Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پروان کې د اوبو رسولو یوې شبکې جوړولو چارې پیل شوې او زابل کې یوه پروژه بشپړه شوه

کابل (پژواک، ۱۰ زمری ۱۴۰۳): د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وايي، پروان کې د اوبو رسولو د یوې شبکې جوړولو چارې پیل شوې او زابل کې یو استنادي دېوال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د پروان ولایت په بایان پایین کلي کې د څه باندې ۶.۸ میلیون افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې سولري شبکې د جوړولو چارې پيل شوې.

سرچينې لیکلي چې دغه شبکه د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په مالي ملاتړ جوړېږي.

خبرپاڼه کې راغلي، یاده پروژه کې د ۱۲۰ مترو په ژوروالي د یوې څاه کېندل، د ۲۰ مترمکعب په وړتیا د پاکو اوبو یوې زېرمې جوړول او ۷۸۷۷ مترو په اوږدوالي پایپ غځول شامل دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې،  د دې شبکې د کار په لړ کې به لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره او په بشپړېدو سره به يې د دغه کلي سلګونه اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړي.

د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت دغه‌راز لیکلي چې د زابل ولایت د شینکۍ ولسوالۍ په سوهي کلي کې د څه باندې ۶،۸ میلیون افغانیو په لګښت د استنادي دېوال جوړولو چارې بشپړې شوې.

د خبرپاڼې په حواله، دغه استنادي دېوال ۸۰۰ متره اوږدوالی او ۱،۵ متره لوړوالی لري چې د کار په لړ کې یې لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړېدو سره يې د دغه کلي زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه د سېلابونو او موسمي بارانونو له زیان خوندي شوه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.