کابل (پژواک، ۱۱ زمری ۱۴۰۳): د اقتصاد وزارت وايي، تېر یو کال کې د غیردولتي موسسو له لوري دوه زره او ۱۹۴ بېلابېلې پروژې پلي شوې دي چې څه باندې ۲۰۰ زره کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.
د امارتي ادارو د یو کلنو لاستهراوړنو د تشریح د پروګرام په لړ کې نن (پنجشنبه) د اقتصاد وزارت خپلې کړنې بیان کړې.
د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب وویل، په ټولهییزه توګه هېواد کې دوه زره او ۴۷۷ غیردولتي موسسې چې دوه زره او ۱۹۹ یې داخلي او ۲۷۸ یې خارجي دي، په هېواد کې فعالیت لري.
هغه زیاته کړه، په وروستي یوه کال کې دوه زره او ۱۹۴ پروژې چې د نیمهانکشافي، اضطراري او بشري مرستو پروژې پهکې شاملې دي، د داخلي او خارجي موسسو له لورې پلي شوي چې څه باندې ۲۰۰ کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.
هغه زیاته کړه، د روان کال په اوږدو کې د شاوخوا یو میلیارډ او ۸۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت نږدې یو زره او ۳۳۸ پروژې تر کار لاندې دي.
نوموړي څرګنده کړه، تېر کال کې د اقتصاد وزارت سره ۱۵۹ نوې داخلي غیردولتي او ۱۴ خارجي موسسې ثبت شوي او د ۳۱۵ داخلي موسسو او د ۶۰ خارجي موسسو جوازونه تمدید شوې دي.
نوموړي زیاته کړه، تېر یو کال کې یو زر او ۴۷ داخلي او خارجي موسسو ته ګمرکي معافیت چې ۲۴ میلیون ډالره کېږي، اجرا شوی دی.
ورته مهال، د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري هم دې ناسته کې وویل چې د افغانستان د شتمنیو کنګل پاتې کېدل د نړۍوالو اړیکو او حقوقو خلاف دي چې د هېواد خلکو ته هم په مستقیمه توګه زیان رسوي.
نوموړي څرګنده کړه چې نړۍوالو ټولنو سره د خبرو له لارې هڅه کوي چې یادې پیسې خوشې شي.
د هغه په خبره، اسلامي امارت لویې پروژې پر لاره اچولي څو د یادې موضوع منفي اغېزې کمې کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP