ژبه

د افغانستان د معیار او کیفیت ادارې یو پلاوی روسیې ته تللی

پژواک

۴ لړم ۱۴۰۵ - ۱۴:۱۳

۲ کتنې

کابل (پژواک) – د افغانستان د معیار او کیفیت اداره وایي چې د دې ادارې دوه کسیز پلاوی د اسلامي هېوادونو د معیارونو او اندازه‌پېژندنې انسټیټیوټ په کلنۍ ناسته کې د ګډون په موخه د روسیې کازان ښار ته تللی دی.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، په دغه پلاوي کې د معیار او کیفیت ادارې تخنیکي مرستیال مولوي محمداصف قانت او د دې ادارې د دفتر رییس مولوي وحیداحمد بدري شامل دي.

د سرچینې په خبره، دغه نړۍواله ناسته له نن (د اکټوبر ۲۶مه) پیل شوې او د روان کال د اکټوبر تر ۲۸مې به د روسیې په کازان ښار کې دوام وکړي.

په دې ناسته کې به د یاد سازمان د کلنیو فعالیتونو، بودجې او مالي چارو، اوږدمهالې ستراتیژۍ، د غړو هېوادونو ترمنځ د تخنیکي همکاریو د پراختیا او راتلونکو پلانونو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشي.

د معیار او کیفیت ادارې زیاته کړې چې د اسلامي هېوادونو د معیارونو او اندازه‌پېژندنې انسټیټیوټ (SMIIC)  د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) تر چتر لاندې فعالیت کوي او موخه یې د معیار جوړونې په برخه کې د ګډو پالیسیو پلي کول، د تولیداتو د کیفیت لوړول، د حلالو محصولاتو د معیارونو یو شان کول او په غړو هېوادونو کې د مصرفوونکو د حقونو ساتنه ده.

د یادې ادارې په وینا، په دې ناسته کې د افغانستان د پلاوي ګډون به د نړیوالو تجربو د تبادلې او له اسلامي هېوادونو سره د تخنیکي او مسلکي همکاریو د لا پیاوړتیا زمینه برابره کړي.