Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

دایکنډي کې د بادام ګل کلتوري او هنري جشنواره ترسره شوه

دایکنډي کې د بادام ګل کلتوري او هنري جشنواره ترسره شوه

author avatar
2 Aug 2024 - 16:55
دایکنډي کې د بادام ګل کلتوري او هنري جشنواره ترسره شوه
author avatar
2 Aug 2024 - 16:55

نیلي (پژواک، ۱۲ زمری ۱۴۰۳): د دایکنډي د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، «د بادام ګل هنري او کلتوري جشنواره» د دغه ولایت کلتوري او هنري ارزښتونو ته د پاملرنې په موخه ترسره شوه.

د دایکنډي د اطلاعاتو او فرهنګ رییس سیدمصطفی صالح پژواک خبري اژانس ته وویل، په یاده جشنواره کې چې تېره شپه د دغه ولایت په مرکز نیلي ښار کې ترسره شوه، ځايي مسوولینو، شاعرانو، لیکوالانو او ځینو خلکو ګډون کړی و.

نوموړي د یادې جشنوارې د ترسره کېدو موخه د ځايي خلکو کلتوري ارزښتونه ته پاملرنه وبلله، زیاته یې کړه: «د اسلامي امارت نظام نه یوازې یو سیاسي نظام، بلکه کلتوري، ټولنیز، اقتصادي او شرعي نظام هم دي.»

هغه له ټولو خلکو وغوښتل چې په یووالي او دیندارۍ سره د افغانستان له اسلامي امارته ملاتړ وکړي او د هېواد په پرمختګ کې ونډه واخلي.

د هغه په وینا، په یاد کلتوري پروګرام کې د دې ترڅنګ چې شاعرانو او لیکوالانو د شعر په ژبه د قومونو یووالي او د دایکنډي له ښایستونو څخه یادونه وکړه، د نعتونو، تیاتر او طنزونو پارچې هم ترسره شوې.

ورته مهال، یو شمېر ګډونوالو د بادام ګل جشنواره د دایکنډي خلکو د کلتور او هنر نمونه وبلله او د اسلامي امارت له مسوولینو یې د یادې جشنوارې د ترسره کولو په پار مننه وکړه.

یوه ځايي شاعر محمدامین ولایتي پژواک ته وویل چې د یادې جشنوارې ترسره کول د خلکو د کلتوري او کرنیزو شتمنیو د پېژندنې لپاره ډېر مهم دي.

هغه زیاته کړه: «خلک یو ډول خوشالېږي چې حکومت د خلکو د رسم او رواج د ژوندي کولو طرفدار دی، ډېر ښه پيغام لري.»

هغه د ولایت په کچه د ورته پروګرامونو د پراختیا او ودې غوښتنه وکړه.

د دایکنډي بادام ګل جشنواره د دغه ولایت یوه کلتوري، ټولنیزه او هنري پېښه ده چې هر کال د بادام ګلانو د جشن نیولو په موخه ترسره کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.