کابل (پژواک، ۱۲ زمری ۱۴۰۳): راپورونه وايي، د امریکا او روسیې ترمنځ له سړې جګړې وروسته د بندیانو تر ټولو ستره تبادله ترسره شوې او په ټوله کې ۲۴ بندیان ازاد شوي دي.
بيبيسي په یوه راپور کې ویلي، امریکا تایید کړې چې تېره ورځ د روسیې او لوېدیځ ترمنځ له سړې جګړې وروسته د بندیانو تر ټولو ستره تبادله ترسره شوې ده.
په دې تبادله کې د امریکايي خبریال ایوان ګرشکویچ په ګډون ټولټال ۲۴ بندیان ازاد شوي دي.
ګرشکویچ د والسټریټ ژورنال خبریال دی او تېر کال روسیه کې امریکا ته د جاسوسۍ په تور پر ۱۶ کاله بند محکوم شوی و.
سپینې ماڼۍ ویلي، له دې ډلې ۱۶ کسان روسیې او ۸ روسي بندیان بیا امریکا، ناروې، جرمني، پولنډ او سلوانیا په ګډه خوشې کړي دي.
په خبر کې راغلي چې د دوو روسي بندیانو ماشومان هم روسیې ته ستانه شوي دي.
د لوېدیځ او روسیې ترمنځ د بندیانو دا تبادله د ترکیې په منځګړیتوب ترسره شوې ده.
د امریکا ولسمشر جوبایډن تایید کړې چې د امریکا د سمندري ځواکونو پخوانی سرتېری پاول وېلان، روسۍ-امریکايۍ ژورنالیسته السو کورماشیوا او روسی-بریتانوي فعال ولادیمیر کارا-مورزا چې امریکايي ګرینکارډ هم لري، د تبادله شوو بندیانو په ډله کې اوس بېرته امریکا ته پر لاره دي.
په سپینه ماڼۍ کې نظر دا دی چې دا د امریکا او روسیې په تاریخ کې تر ټولو پېچلې تبادله وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP