Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې لسګونه کیلوګرامه نشه‌يي توکي کشف او ترلاسه شوي

جلال‌اباد (پژواک، ۱۴ زمری ۱۴۰۳): د ننګرهار په سپین‌غر ولسوالۍ کې ۹۶ کیلوګرامه نشه‌يي توکي کشف او ترلاسه شوي او په تړاو یې لس کسان هم نیول شوي دي.

مسوولين وايي، يادو کسانو غوښتل چې دغه نشه‌يي توکي د ډیورنډ فرضي کرښې هغې غاړې ته ولېږدوي چې ونيول شول.

په ختيځ کې د ۲۰۱ خالد بن وليد قول اردو ویاند مولوي وحيدالله محمدي د زمري په ۱۴مه پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره شپه د سرحدي ځواکونو له لوري د ننګرهار د سپين‌غر ولسوالۍ په مومند تنګي سيمه کې د نشه‌يي توکو د قاچاق په تړاو لس کسان نيول شوي دي.

دی وايي، له يادو کسانو ۸۰ کلچې خام چرس چې وزن يې ۹۶ کيلو ګرامه کېږي، ترلاسه شوي دي.

دی وایي، نيول شوو کسانو غوښتل چې دغه نشه‌يي توکي له فرضي کرښې هغې غاړې ته قاچاق کړي خو ونيول شول.

دوه ورځې مخکې هم د ننګرهار دوربابا ولسوالۍ کې شپږ کسان له نشه‌يي توکو سره نيول شوي وو چې غوښتل یې پاکستان ته یې قاچاق کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.