ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې د ادبي او فرهنګي فعالیتونو کمرنګه کېدو یو شمېر فرهنګیان اندېښمن کړي | پلخمري کې یوې پېغلې د یوه رسټورانټ په جوړولو لسو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده | مهترلام ښار کې د سل میلیون افغانیو په لګښت بېلابېلې رغنیزې پروژې پلې کېږي | فراه کې په تېرو درېیو میاشتو کې نږدې ۲۷۰۰ ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي | غزني کې د زون په کچه د نیزه‌وهنې سیالۍ ترسره شوې | ننګرهار کې لسګونه کیلوګرامه نشه‌يي توکي کشف او ترلاسه شوي | سومالیا کې په یو برید کې ۹۵ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې   | د لبنان حزب‌الله د اسرائیل پر لور لږ تر لږه ۵۰ توغندي توغولي | د پاریس المپیک سیالۍ؛ د جودو پر افغان لوبغاړي بندیز لګېدلی | د فاریاب – جوزجان پر لویه لار د ترافیکي پېښي له امله نهه کسان مړه شوي
پلخمري کې یوې پېغلې د یوه رسټورانټ په جوړولو لسو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده

پلخمري کې یوې پېغلې د یوه رسټورانټ په جوړولو لسو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده

author avatar
4 Aug 2024 - 16:20
پلخمري کې یوې پېغلې د یوه رسټورانټ په جوړولو لسو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده
author avatar
4 Aug 2024 - 16:20

پلخمري (پژواک، ۱۴ زمری ۱۴۰۳): د معصومې نظري په نوم یوه نجلۍ چې د لیسانس تر کچې زده‌‌کړې لري او د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې یې د ښځو ځانګړی رسټورانټ جوړ کړی، وايي، که ملاتړ یې وشي کولای شي لسګونو ښځو ته د کار زمینه برابره کړي.

 ۲۴ کلنه معصومه نظري چې په ۱۴۰۱ کال کې د اقتصاد له پوهنځي فارغه شوې، لومړی یې په پلخمري ښار کې د خیاطۍ روزنیز مرکز پرانیست او لسګونو نجونو ته په کې د جامو ګنډلو روزنه ورکوي.

هغې اوس تازه په پلخمري کې د ښځو ځانګړی رسټورانټ هم جوړ کړی چې په خبره یې، که ملاتړ یې وشي، کولای شي سلګونو نورو ښځو ته هم د کار زمینه برابره کړي.

هغې له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وویل: «له کوچنیوالي  مې سوداګري او شخصي کاروبار خوښېده؛ ځکه مې اقتصاد ولوست، موخه مې دا وه چې خپل ځان او نورو افغان مېرمنو ته کاري فرصتونه برابر کړم، خو حالاتو مې په لومړیو کې د کار مخه ډپ کړه، اوس چې واکمن نظام راته شرایط برابر او د کار اجازه راکړې، غواړم خپل کار ته پراختیا ورکړم، خو پانګه مې کمه ده، که ملاتړ مې وشي، کولای شم په کور ناستو سلګونو نورو نجونو ته هم د کار زمینه برابره کړم.»

معصومه وايي، د زده‌کړو پر مهال یې په کور کې خیاطي کوله او کله چې له پوهنتون فارغه شوه، پلخمري ښار کې یې د افغاني جامې ګنډلو روزنیز مرکز پرانیست چې اوس هم په ‌کې لسګونه نجونې په کار او زده‌کړو بوختې دي.

نوموړې وايي، رسټورانټ یې د پلخمري ښار د یو شمېر مېرمنو په غوښتنه جوړ کړی چې وکولای شي له خپلو کورنیو سره ژر چمتو کېدونکي خواړه (فیسټ فوډ) په یوه ځانګړي ځای کې وخوري.

د دې په خبره، اوسمهال ورسره په رسټورانټ کې لس نجونې کار کوي چې کار یې ښه دی او مناسبه اندازه معاش ورکوي.

ورته مهال، د دغه رسټورانټ یوه کارکوونکې عرفا وايي: «لومړی له حکومته مننه کوم چې موږ ته یې په دغه هوټل کې د کار اجازه راکړې، زموږ غوښتنه دا ده چې ټولو ته د کار اجازه ورکړل شي، افغان مېرمنې په هره برخه کې ښه وړتیا لري، ما قابلګي لوستې ده، خو دلته پخلی هم کوم، مهمه دا ده چې موږ کار وکړو، که هره برخه کې وي.»

دغه راز، یاد رسټورانټ ته یوه راغلې مېرمن سمیرا وايي، پلخمري ښار کې د مېرمنو لپاره بل دغه ډول رسټورانټ نشته چې په ډاډه زړه ورته راشي او د خپلې خوښې خواړه وخوري.

سمیرا وايي: «له حکومته مې غوښتنه دا ده چې د نجونو لپاره د ناستې او دې ته ورته نورو ځایونو جوړیډو اجازه هم ورکړي چې ټولې نجونې وکولای شي له کوره د باندې هوټلونو کې خوړو ته لاسرسی ولري.»

په همدې حال کې، د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ګرځندوی او فرهنګ امر مولوي  عزت‌میر حقاني وايي، حکومت  د ښځو له کار او سوداګرۍ ملاتړ کوي.

هغه وویل: «ښځو ته د کار کولو اجازه اوسنۍ نه، بلکې حکومت  له پخوا پر شرایطو برابر چاپېریال کې  د کار اجازه ورکړې ده، دغه د ښځو لپاره د جوړ شوي ځانګړي رسټورانټ چاپېریال چې د شریعت  له‌ مخې ستونزه نه ‌لري، تر ټولو ښه بېلګه ده، موږ یې څارنه کوو، نجونې په خوندي توګه کولای شي یوازې په دغه رسټورانټ کې ډوډۍ وخوري، په دغسې خوندي ځایونو کې د نجونو ناسته او کار کول هیڅ ستونزه نه ‌لري، هره مېرمن کولای شي پر شرایطو برابر چاپېریال کې کار وکړي.»

د یادونې ده، واک ته د اسلامي امارت له بیا ځل رسېدو سره په هېواد کې ډېر شمېر مېرمنو سوداګرۍ او کوچنیو کاروبارونو ته مخه کړې ده.

Views: 14

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.