کابل (پژواک، ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۵): د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند وایي، اسلامي امارت د نشهیي توکو پر ضد د اوږدمهاله ستراتیژۍ په عملي کولو سره، د دغو توکو کښت او تولید نږدې صفر ته رسولی او اوس یې اصلي تمرکز له ګاونډیو هېوادونو د صنعتي او عصري نشهیي توکو د قاچاق پر مخنیوي دی.
پژواک له نشهیي توکو سره د اسلامي امارت د مبارزې، لاستهراوړنو او ننګونو په اړه د کورنیو چارو وزارت له ویاند مفتي عبدالمتین قانع سره ځانګړې مرکه کړې ده.
د کوکنارو کښت او تولید نږدې صفر ته رسېدلی
مفتی عبدالمتین قانع وویل: «زموږ هېواد تقریباً د ټولې نړۍ د نشهیي توکو د تولید او پروسس مرکز بلل کېده؛ ځکه دلته پراخ فساد موجود و… نه یوازې داخلي، بلکې بهرنیانو هم مستقیم لاس درلود… بهرنیانو د افغانستان له لارې بېلابېل ډول نشهیي توکي بهر ته وړل، پرته له دې چې په هوايي ډګرونو او د تګ راتګ په لارو کې چک شي.»
هغه زیاته کړه چې د اسلامي امارت د رهبر د فرمان له مخې، په تېرو څلورو کلونو کې د نشهیي توکو پر ضد مبارزه په لومړیتوب کې ده او په دې برخه کې عملي لاستهراوړنې شته.
د هغه په خبره، د نشهیي توکو پر ضد مبارزه په ټول افغانستان کې روانه ده او هر هغه سیمه چې پکې عملیات ترسره کېږي، ثبت او تر څار لاندې نیول کېږي څو بیا کوکنار ونه کرل شي.
قانع وویل، سره له دې چې په ځینو لرو پرتو ولایتونو او سیمو کې په خورا محدوده کچه د کوکنارو کښت دوام درلود، خو له نشهیي توکو سره د مبارزې ځواکونو دغه موارد هم پېژندلي، مهار کړي او له منځه یې وړي دي.
هغه زیاته کړه چې د ترسره شوو عملیاتو پر بنسټ، د افغانستان په کچه د کوکنارو کښت او تولید نږدې صفر ته رسېدلی دی.
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې د ملګرو ملتونو له نشهیي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر ویلي وو چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت او تولید په وروستیو کلونو کې شاوخوا ۹۵ سلنه کم شوی دی.
د ۱۰ زره ټنه نشهیي توکو کشف او د ۲۵۰۰ فابریکو له منځه وړل
قانع دغهراز زیاته کړه، په تېرو څلورو کلونو کې شاوخوا ۱۰ زره ټنه بېلابېل ډول نشهیي توکي کشف، ضبط او له منځه وړل شوي چې دا د اسلامي امارت د مبارزې د بریا ښکارندويي کوي.
د هغه په وینا، په دې موده کې د نشهیي توکو د تولید او پروسس شاوخوا ۲۵۰۰ فابریکې چې پکې د صنعتي نشهیي توکو او یو شمېر د عصري نشهيي توکو د تولید مرکزونه شامل وو، له منځه وړل شوي او په بشپړ ډول سوځول شوي دي.
د ۷۴ زره روږدو درملنه
د کورنیو چارو وزارت ویاند دغهراز وویل چې اسلامي امارت په تېرو څلورو کلونو کې د روږدو د درملنې برخه کې هم لاستهراوړنې لري.
هغه زیاته کړه: «د شاوخوا ۷۴ زره روږدو چې مستقیم زموږ تر کنټرول لاندې وو، درملنه وشوه، بېرته روغ شول او ټولنې ته وړاندې شول او د ټولنې خدمتګاران شول. ډېر نور هم تر درملنې لاندې دي او یو شمېر نور په خصوصي روغتیايي مرکزونو کې تداوي کېږي؛ دا د اسلامي امارت لپاره ښه لاستهراوړنه ده.»
د هغه په وینا، اسلامي امارت د نشهیي توکو پر ضد او د روږدو درملنې پروګرامونو لپاره ځان ته بودجه ځانګړې کړې چې له همدې امله د درملنې پروګرامونه په بریالیتوب سره پر مخ روان دي.
هغه وایي: «هغو روږدو کسانو ته چې زموږ تر مدیریت لاندې وي، د دیني او اخلاقي روزنې ترڅنګ د عصري علومو او مسلکي زدهکړې هم ورکول کېږي، او له درملنې وروسته د صالح یا خدمتګار انسان په توګه ټولنې ته وړاندې کېږي.»
د صنعتي نشهیي توکو قاچاق؛ اوسنی مهمه ننګونه
قانع وایي، سره له دې چې له نشهیي توکو سره مبارزه کې ډېر پرمختګ شوی، خو له ګاونډیو هېوادونو د عصري نشهیي توکو قاچاق لا هم له مهمو ننګونو شمېرل کېږي.
د هغه په خبره، د شته معلوماتو له مخې، ځینو ګاونډيو هېوادونو، په ځانګړي ډول د پاکستان بلوچستان ایالت کې نشهيي توکي کرل کېږي او د عصري نشهیي توکو د تولید او پروسس مرکزونه پکې دي.
نوموړي په ټینګار وویل: «ګاونډي هېوادونه عصري نشهیي مواد تولید او پروسس کوي او بیا یې افغانستان ته قاچاق کوي؛ یعنې موږ ډېرې داسې پېښې لرو چې ګاونډي هېوادونه، ان اروپایي هېوادونه، ټابلیټ کا او نور دغه ډول عصري توکي تولیدوي او افغانستان ته یې قاچاق کوي؛ ځکه موږ رسمي راپورونه لرو، ټول ګاونډي هېوادونه پکې دخیل دي، په ځانګړي ډول پاکستان؛ موږ له دغه اړخه ډېر زیانمن شوي یو.»
هغه زیاته کړه: «څو ورځې وړاندې مې د ملګرو ملتونو له نشهیي توکو او جرمونو سره د مبازې برخې له استازي سره په دې اړه خبرې وکړې، ورته مې وویل چې دا موضوعات په سمه توګه وڅارئ او باید هغوی په نړۍواله کچه په دې برخه کې محاکمه شي چې ولې دغه کار کوي. هلته کښت، تولید او پروسس کېږي او افغانستان له دغه اړخه سخت زیانمنېږي؛ ځکه بېلابېل ډول صنعتي نشهیي مواد په قاچاقي ډول دلته راځي.»
قانع په کوڅو او بازارونو کې د نشې د «کا» او «زیکپ» ټابلیټونو د خرڅلاو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «نن چې په ښار او بازار کې څه لیدل کېږي، ټول د قاچاق له لارې دي چې له بده مرغه ځوانان پرې روږدي کېږي او د هغوی ژوند له خطر سره مخ کوي.»
هغه وویل چې د قاچاق پر ضد هم یو جامع پلان جوړ شوی او په عملي کېدو سره به یې د دې پدیدې مخه په جدي ډول ونیول شي.
نوموړي زیاته کړه: «له اړوندو وزارتونو سره، په ځانګړي ډول د امنیتي ارګانونو، د ملي دفاع وزارت او د استخباراتو له ریاست سره یو ګډ پلان لرو او هڅه کوو چې څنګه وکولای شو د قاچاق مخه ونیسو؛ ځکه په افغانستان کې دننه موضوع ختمه ده؛ موږ نور هیچا ته اجازه نه ورکوو او دا ظرفیت هم په داخل کې نشته، یوازې هغه څه چې دي، له بهره راځي. په دې برخه کې جدي اندېښنه لرو او هڅې روانې دي، انشاءالله هڅه کوو چې د قاچاق مخه ونیول شي.»
د قانع په وینا، د خلکو، په ځانګړي ډول د ځوانانو د پوهاوي لپاره د نشهیي توکو د زیانونو په اړه د جوماتونو، مدرسو، پوهنتونونو، ښوونځیو او نورو اړوندو ادارو له لارې د عامه پوهاوي پروګرامونه پيل شوي، څو ځوانان د اعتیاد له پایلو خبر شي او ځانونه ترې وساتي.
د نړۍوالې ټولنې همکارۍ ته اړتیا
د کورنیو چارو وزارت ویاند وایي چې نړۍواله ټولنه له افغانستان سره د نشهیي توکو پر ضد مبارزه کې ډېر کمه همکاري لري او اسلامي امارت دا مبارزه تر ډېره په یوازې ځان پر مخ وړي.
هغه وایي: «موږ په هغو غونډو کې چې له نړۍوالو سازمانونو، اروپایي ټولنې، د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو او جرمونو له ادارې او د سیمې له نورو هېوادونو سره ترسره کوو چې هغوی هم تجربه لري، زموږ غوښتنه دا وي چې په مسلکي مبارزه کې له موږ سره همکاري وکړي او د بدیل معیشت برخه کې هم خپل ملاتړ وکړي؛ خو موږ هیڅ ډول ځانګړې او د پام وړ همکاري نه ده لیدلې؛ څو ورځې مخکې ترکیې له موږ سره محدوده او لږه همکاري کړې وه، خو وروسته کومه محسوسه همکاري نه ده لیدل شوې.»