Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

یحیی سنوار د حماس سیاسي دفتر نوی مشر ټاکل شوی

کابل (پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۳): حماس اعلان کړی چې یحیی سنوار یې د اسماعیل هنیه پر ځای د دغه غورځنګ د سیاسي دفتر مشر ټاکلی دی.

د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر پخوانی مشر اسماعیل هنیه د تېرې اونۍ  د چهارشنبې په سهار ایران کې په یوه برید کې ژوند له لاسه ورکړ؛ هنیه د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې مراسمو کې د ګډون په موخه هغه هېواد ته تللی و.

د راپورونو له مخې، حماس تېره شپه ویلي چې ۶۲ کلن یحیی سنوار یې د اسماعیل هنیه ځای‌ناستی ټاکلی دی.

راپورونو کې راغلي چې یحیی ابراهیم سنوار د حماس امنیتي سازمان (مجد) بنسټ اېښودونکی بلل کېږي، په غزه کې د حماس له خوا مشر ټاکل شوی و او د هغه له منځه وړل د اسرائیل یوه له موخو ده.

ایرنا د فلسطیني رسنیو په حواله لیکلي چې د فلسطین اسلامي جهاد غورځنګ او د فلسطین د ازادۍ لپاره د خلکو جبهې د اسماعیل هنیه پر ځای د سنوار ټاکل کېدو هرکلی کړی دی.

سرچینه زیاتوي، اخوان‌المسلمین هم د یوې اعلامیې په خپرولو د حماس سیاسي دفتر د مشر په توګه د سنوار ټاکل کېدو مبارکي ورکړې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.