Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پنجشېر کې د غنمو حاصلات د تېر کال په پرتله ۴۶،۵ سلنه ډېر شوي

پاراخ (پژواک، ۲۹ زمری ۱۴۰۳): د پنجشېر د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي په دغه ولایت کې د تېر کال په پرتله د غنمو په حاصلاتو کې ۴۶،۵ سلنه ډېروالی راغلی خو کروندګر د دغه ریاست له مرستې د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ، دوی ته د لا ډېرو اصلاح شوو تخمومو د وېش غوښتنه کوي.

د پنجشېر د کرنې او مالدارۍ رييس فضل‌الله ديوبندي پژواک خبري اژانس ته وويل، تېر کال په دغه ولايت کې د غنمو حاصلات ١٧ زره او ٥٢٩ ټنو ته رسېدل چې سږ کال دغه کچه ٢٥ زره او ٦٨٥ ټنو ته لوړه شوې ده.

ترلاسه شوې شمېرې ښيي چې سږ کال په دغه ولایت کې د غنمو حاصلات د تېر کال په پرتله ۴۶،۵ سلنه ډېر شوي دي.

دیوبندي وايي چې سږ کال دغه اندازه غنم له ۷ زره او ۳۰۴ هکتار ځمکې ترلاسه شوي دي.

هغه د اصلاح شوو تخمونو او کيمياوي سرې وېشل، بزګرانو ته روزنه ورکول او موسمي ورښتونه د غنمو د حاصلاتو د ډېرېدو لاملونه بولي او وايي، په نږدې راتلونکي کې به د کرنې د ودې په موخه د غنمو يوه اندازه نور اصلاح شوي تخمونه او کيمياوي سره هم بزګرانو ته ووېشل شي.

که څه هم په پنجشېر ولايت کې کروندګر د کیمياوي سرې او اصلاح شوو تخمونو د وېش برخه کې د کرنې رياست له همکارۍ خوښ دي، خو هغه کافي نه بولي او له مسوولينو د لا زياتې همکارۍ غوښتنه کوي.

د دغه ولایت په رخه ولسوالۍ کې د پیاوشت کلي یوه بزګر بلبل‌شاه وویل: «سږ کال موږ له کروندګرو سره د کرنې ریاست د زیاتې همکارۍ شاهدان وو، خو دا بسنه نه کوي، باید کروندګرو ته نور اصلاح شوي تخمونه ووېشي او د پوهاوي نور پروګرامونه ورته پیل کړي.»

د پنجشېر په مرکز کې يو بل کروندګر عبدالغفار هم ورته نظر لري او زياتوي: «د کرنې رياست له همکارۍ پرته د کرنې ميکانيزه کولو ته نه رسېږو او دغه رياست بايد د کرنې د ودې لپاره له هرې لارې استفاده وکړي.»

پنجشیر د هېواد یو له غرنیو ولایتونو دی چې ډېری اوسېدونکي یې پر کرنه او مالدارۍ بوخت دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.