غزني ښار (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): په غزني کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د کرکټ ۵۰ اووریزې سیالۍ پيل شوې.
د غزني ولایت د کرکټ امر عبدالودود پکتیال پژواک خبري اژانس ته وویل، یادې لوبې چې په پنځوس اووریزه بڼه ترسره کېږي، ۱۴ رسمي لوبډلې په کې ګډون لري او نږدې یوهنیمه میاشت به دوام وکړي.
نوموړي وویل، د یادو سیالیو مخکښه لوبډله به د زونونو په کچه په کلب لیول سیالیو کې ګډون وکړي او غوره لوبغاړي به د غزني ولایت دویمه درجه ولایتي سیالیو ته غوره شي.
د هغه په خبره، په لومړنۍ سیالي کې «مینوال زلمو» د «غزني اتلانو» لوبډلې ته د ۹۸ منډو په توپیر ستره ماتې ورکړه.
ورته مهال، د کرکټ لوبغاړي د داسي سیالیو تر سره کېدو ته خوښ دي.
د «مرحبا» لوبډلې یوه لوبغاړي ګلاب پژواک ته وویل چې دغه شان سیالۍ د ځوانانو د استعدادونو ښکاره کېدو او ظرفیت لوړولو لپاره مهمې دي.
خو دی وايي چې د کرکټ د معیاري ډګرونو د نشتون برخه کې دوی ستونزې لري چې حکومتي باید ورته پاملرنه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو څو ورځو کې په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د کرکټ ورته سیالۍ د کلبونو ترمنځ پيل شوې دي.