Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

«روان کال ۶۵۰ زره کونډو، یتیمانو او معلولینو ته اووه میلیارده افغانۍ حقوق ورکړل شوي»

«روان کال ۶۵۰ زره کونډو، یتیمانو او معلولینو ته اووه میلیارده افغانۍ حقوق ورکړل شوي»

author avatar
25 Aug 2024 - 14:47
«روان کال ۶۵۰ زره کونډو، یتیمانو او معلولینو ته اووه میلیارده افغانۍ حقوق ورکړل شوي»
author avatar
25 Aug 2024 - 14:47

مزارشریف (پژواک، ۴ وږی ۱۴۰۳): د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر وایي چې د روان کال له پیله یې د افغانستان په کچه ۶۵۰ زره کونډو، یتیمانو او معلولینو ته اووه میلیارده افغانۍ حقوق ورکړي دي.

دغه څرګندونې د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر ملا عبدالمجید اخند چې د شهیدانو له کورنۍ سره د غمرازۍ په موخه یې بلخ ولایت ته سفر کړی، پرون ماښام یوې خبرې غونډې ته وکړې.

نوموړي وویل: «نن مو بلخ کې له لسو هغه کورنیو سره ولیدل چې تېرو شلو کلونو کې یې بچیانو خپل ځانونه فدایي کړي وو او یو شمېر نورو هغو کورنیو سره مو هم ولیدل چې د جهاد په دوره کې یې خپل د کورنۍ دوه یا درې غړي له لاسه ورکړي وو.»

هغه زیاته کړه چې روان کال د مالیې وزارت له خوا د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ته ۱۲ میلیارده افغانۍ بودجه تخصیص شوې او تر دې دمه اووه میلیارده افغانۍ پر ۶۵۰ زره کونډو، یتیمانو او معلولینو وېشل شوې دي.

نوموړي دغه راز وویل چې پاتې بودجه به د روان کال تر پایه پر یادو کسانو ووېشل شي.

هغه زیاته کړه، اسلامي امارت د ټولو هغو شهیدانو کورنیو ته چې په هر نظام کې یې د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي وي، یو شان حقوق ورکوي.

هغه وویل چې تر دې دمه له یاد وزارت سره ۶۵۰ زره کونډې، یتیمان او معلولین ثبت دي او ځیني نور وړ کسان چې د بودجې د کمښت له امله له حقوقو بې‌برخې دي راتلونکي کې به ثبت او حقوق ورکړل شي.

په همدې حال د بلخ ولایت شهیدانو او معلولینو چارو رییس جان‌محمد حکمت وایي چې په دغه ولایت کې یې تر دې دمه ۸۵۰۰ کونډې، یتیمان او معلولین چې اسناد یې لرل، ثبت کړي دي.

هغه زیاتوي چې د روان کال لومړیو شپږو میاشتو کې یې پر یاد شمېر کسانو ۱۷۵ میلیونه افغانۍ حقوق د بانکي سیسټم له لارې وېشلي دي.

حکمت وویل چې د بلخ ولایت په کچه ټولو هغو کوڼدو، یتیمانو او معلولیتو ته به حقوق ورکړي چې اسناد ورسره موجود وي.

دا په داسې حال کې ده چې یاد وزارت له دې مخکې ویلي وو، تېر کال یې ۶۱۲ زره کونډو، یتیمانو او معلولینو ته څه باندې ۱۵ میلیارده افغانۍ حقوق ورکړي وو خو سږ کال په دغه بودجه کې څه باندې درې میلیارده افغانۍ کموالی راغلی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.