ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زابل کې یو شمېر کسانو ته تعزيري سزا ورکړل شوه

زابل کې یو شمېر کسانو ته تعزيري سزا ورکړل شوه

author avatar
26 Aug 2024 - 16:43
زابل کې یو شمېر کسانو ته تعزيري سزا ورکړل شوه
author avatar
26 Aug 2024 - 16:43

کندهار (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۳): د زابل ولایتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت ښاري محکمې یو شمېر کسانو ته د بېلابېلو جرمونو له امله تعزیري سزا ورکړه.

د زابل ولاویت مقام د مطبوعاتو مسوول مولوي صدیق‌الله وثیق پژواک خبري اژانس ته وویل، نن په دغه ولایت کې د ښاري محکمې له لوري دوولسو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه.

هغه زیاته کړه، دغه کسان چې د ښځو د تښتونې، غلا، قتل او نامشروع اړيکو په تور نیول شوي او د محکمې له لوري مجرم پېژندل شوي وو، د مرافعه محکمې د رياست په احاطه کې له ۲۰ څخه تر ۳۹ دورو ووهل شول او له اتو تر شپږو کلونو پورې د بند پر سزا هم محکوم شول.

د یادونې ده، له دې مخکې هم په یو شمېر نورو ولایتونو کې مجرمینو ته دغه ډول سزاوې ورکړل شوې دي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.