Language

صابري: پلان لرو چې د هېواد هوایي حریم د دفاع لپاره له روسیې تجهیزات وپېرو

کابل (پژواک، ۹ وږی ۱۴۰۳): د ملي دفاع وزارت د لوجستیک رییس ویلي چې اسلامي امارت د افغانستان د هوایي حریم د دفاع او فضایي کنټرول لپاره تجهیزاتو ته اړتیا لري او پلان لري دا تجهیزات له روسیې وپېري.

د دفاع وزارت د لوجستیک رییس سید عبدالبصیر صابري تېره ورځ د روسیې له ټاس خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي: «راتلونکې کې پلان لرو چې له روسیې تجهیزات وپېرو چې ورسره به هوایي دفاعي سیسټم جوړ کړو، موږ غواړو دا ډول وسلې ولرو.»

هغه ویلي، اسلامي امارت له کافي ځمکني دفاعي تجهیزاتو برخمن دی او له بهرنیو ځواکونو پاتې وسلې د هېواد له سرحدونو د دفاع په موخه استفاده کوي.

د دفاع وزارت د لوجستیک رییس دې مرکه کې په مسکو کې ناستو ته د ګډون لپاره له اسلامي امارته بلنې ته په اشارې ویلي چې روسیې تقریباً اسلامي امارت په رسمیت پېژندلی دی.

صابري دغه راز له افغانستان سره د روسیې د همکاریو له امله مننه کړې او ویلي یې دي چې افغانستان او روسیه باید یو له بله ملاتړ وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د دفاع وزیر ملا محمدیعقوب مجاهد د افغانستان په هوایي حریم د بې‌پیلوټه الوتکو ګرځېدو ته په اشارې ویلي وو، هڅه کوي چې د هېواد هوایي حریم کنټرول په لاس کې ونیسي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.