ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ازموینو ملي اداره: راتلونکی کال به د کانکور ازموینه اختصاصي شي

د ازموینو ملي اداره: راتلونکی کال به د کانکور ازموینه اختصاصي شي

author avatar
31 Aug 2024 - 14:35
د ازموینو ملي اداره: راتلونکی کال به د کانکور ازموینه اختصاصي شي
author avatar
31 Aug 2024 - 14:35

کابل (پژواک، ۱۰ وږی ۱۴۰۳): د ازموینو ملي ادارې مسوولین وایي، یاده اداره په پام کې لري چې د راتلونکي کال کانکور ازموینه په درېیو برخو (طبي، ساینسي او ټولنیز علوم) کې اختصاصي کړي او د ازموینو قانون مسوده هم بشپړه شوې ده.

د ازموینو ملي ادارې سرپرست شیخ عبدالباقي حقاني نن په کابل کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د حکومتي ادارو د یو کلنو لاسته‌راوړنو د تشريح پروګرام کې وویل، د ازموینو قانون مسوده بشپړه شوې او د وروستیو اجرااتو لپاره عدلیې وزارت ته لېږل شوې ده.

دی وایي، د ازموینو ملي ادارې د بېلابېلو برخو لپاره لس طرزالعملونه او دوه لایحې جوړې شوې دي.

هغه زیاته کړه، د لومړي ځل لپاره د افغانستان په اوو زونونو کندهار، هرات، بلخ، بامیان، کندوز، پکتیا او ننکرهار کې د ازموینو ملي ادارې واحدونه فعال شوي دي.

دی زیاتوي، د پوهنې له وزارت سره د شاوخوا ۴۰ زره ښوونکو د ګومارنې په موخه هوکړه‌لیک لاسلیک شوی دی.

د ده په خبره، په تېر یوه کال کې د ازموینو ملي ادارې له لوري د بېلابېلو ادارو لپاره ۵۸ لویې او وړې ډله‌ییزې ازموینې اخیستل شوې دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په تېر یوه کال کې په ټولیزه توګه له ۱۷۷ زره او ۲۰ کسانو ازموینه اخیستل شوې چې له ډلې یې ۸۷۱۰۳ کسان بېلابېلو ادارو ته د بریالیو کسانو په توګه ورپېژندل شوي دي.

حقاني دغه راز وویل، سږ کال د کانکور ازموینه په څلورو ژبو پښتو، دري، انګلیسي او عربي واخیستل شوه او دغه راز د ازموینې د پوښتنو وخت له ۱۶۰ دقیقو څلورو ساعتونو ته وغځېد.

دی وایي، د سږني کانکور ازموینه د افغانستان په کچه ۱۵۰ زره کسانو ګډون کړی و او په پنځو دورو کې تنظیم شوې وه.

د ازموینو ملي ادارې د پوښتنو بانک د تنظیم چارو رییس استاد عرفان‌الله عباد په دې غونډه کې وویل، دغه اداره په پام کې لري چې د راتلونکي ۱۴۰۴ کال کانکور ازموینه په درېیو برخو طبي، ساینسي او ټولنیزو علومو کې اختصاصي کړي.

دی وایي، د پوهنې او لوړو زده‌کړو له وزارتونو سره خبرې روانې دي او له يادو وزارتونو سره تر هوکړې وروسته به د ۱۲ ټولګيو له فارغانو د طبي، ساينسي او ټولنيزو علومو برخو کې اختصاصي ازموينه اخيستل کېږي.

هغه زیاته کړه، د درېیو واړو برخو ګډونوال به له ازموينې مخکې مشخص او هر څوک به په اړوند برخه کې ازموينه ورکوي.

دی زیاتوي، د ازموینو ملي ادارې په تېر یوه کال کې په مرکز او ولایتونو کې د ډله‌ییزو ازموینو د حق‌الشمول له درکه ۱۰۰ میلیون، ۱۶۵ زره او ۸۰ افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي.

هغه همدارنګه وویل، د ازموینو ملي ادارې چې تر اوسه کومې ډله‌ییزې ازموینې اخیستې، یوازې څلورځوابه پوښتنې یې راوړې دي او د تشریحي پوښتنو لپاره یو طرزالعمل جوړ شوی چې د تایید په موخه د مشرتابه مقام ته استول شوی دی.

د ازموینو ملي ادارې د مسوولینو معلوماتو له مخې، د راتلونکي کال کانکور لپاره تدابیرو نیول، د ازموینو قانون مسودې نهايي کول، ادارو ته د کسانو ګومارلو لپاره د ډله‌ییزو ازموینو اخیستل او د سیستمونو پراختیا د راتلونکي کال لپاره د دې ادارې د پلانونو په توګه یاد کړل.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.