د ازموینو ملي اداره: راتلونکی کال به د کانکور ازموینه اختصاصي شي
د ازموینو ملي ادارې مسوولین وایي، یاده اداره په پام کې لري چې د راتلونکي کال کانکور ازموینه په درېیو برخو (طبي، ساینسي او ټولنیز علوم) کې اختصاصي کړي او د ازموینو قانون مسوده هم بشپړه شوې ده.













