ژبه

د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینه کې ۱۲۰ زره داوطلبانو ګډون وکړ

خواجه نصیراحمد صدیقی

۲۲ غبرګولی ۱۴۰۵ - ۱۵:۴۱

Views: ۲۲

کابل (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۵): د ازموینو ملي ادارې اعلان کړی چې د ۱۴۰۵ کال د کانکور ازموینې څلورم او وروستی پړاو نن (جمعه) د کابل پوهنتون په انګړ کې ترسره شو؛ په دغه پړاو کې د تېرو دورو غیرحاضرانو، د بهرنیو هېوادونو فارغانو زده‌کوونکو، د کابل د دیني مدرسو فارغانو، څوارلسم‌پاس داوطلبانو او د شپې پوهنځیو غوښتونکو ګډون کړی و.

د ازموینو ملي ادارې ویلي چې د روان کال کانکور بهیر په څلورو پړاوونو کې تنظیم شوی و؛ په لومړي پړاو کې د هېواد د ۱۵ ولایتونو داوطلبانو، په دویم پړاو کې د ۱۸ ولایتونو داوطلبانو او په درېیم پړاو کې د کابل ولایت د دوولسمو ټولګیو فارغانو په ازموینه کې ګډون کړی و.

د کانکور څلورم او وروستی پړاو نن جمعه (د غبرګولي ۲۲مه) د کابل پوهنتون په انګړ کې ترسره شو.

په دې مرحله کې د تېرو درېیو پړاوونو غیرحاضرو کسانو، له بهرنیو هېوادونو فارغ شوو زده‌کوونکو، د اقوامو او قبایلو فارغانو، د کابل ولایت د دیني مدرسو فارغانو، څوارلسم‌پاس داوطلبانو او د شپې پوهنځیو غوښتونکو ګډون درلود.

د ازموینو ملي ادارې ټینګار کړی چې د څلورم پړاو ازموینه په منظم او شفاف ډول ترسره شوې ده.

همدارنګه، د ننګرهار، لغمان، کندهار، هلمند، فراه او نیمروز ولایتونو د څوارلسم پاسو داوطلبانو ازموینه به په جلا توګه تنظیم او ترسره شي.