ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیکا کې ځينې دولتي ادارې ودانۍ نه لري

پکتیکا کې ځينې دولتي ادارې ودانۍ نه لري

author avatar
14 Sep 2024 - 15:51
پکتیکا کې ځينې دولتي ادارې ودانۍ نه لري
author avatar
14 Sep 2024 - 15:51

ښرنه (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۳): د پکتیکا سیمه‌ییز مسوولین وايي، په دغه ولایت کې ځینې دولتي ادارې ودانۍ نه لري خو زیاتوي چې څلورو ولسوالیو ته د ودانیو جوړول منظور شوي او د پاتې نورو لپاره یې هڅې پیل کړي دي.

د پکتیکا مرستیال والي مخدوم عبدالسلام سعادت پژواک ته وویل چې تېر کال د کورنیو چارو وزارت له خوا څلورو ولسوالیو ته د ودانیو جوړول منظور شوي چې له ډلې یې د دوو د جوړولو چارې روانې دي.

نوموړي زیاته کړه: «پکتیکا کې ځینې ولسوالۍ نوې ایجاد شوي او ځینو یې له پخوا ودانۍ نه درلودې تېر کال د څلورو ولسوالیو ودانۍ منظورې شوې دي، د نکې او دیله ولسوالیو ودانۍ چارې هم پیل شوې دي او د پاتې ودانیو د جوړېدو لپاره مو هم هڅې پیل کړې دي.»

ده زیاته کړه چې خلکو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه دولتي ادارو ته د ودانیو جوړول مهم دي.

بل لورته، د دغه ولایت اوسېدونکي شکایت کوي چې د دغو اداري واحدونو د خپلو ودانیو نشتون له امله دوی له ستونزو او سرګردانۍ سره مخ کېږي.

په دې اړه د ګیان ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبدالرحمن پژواک ته وویل چې د ګیان ولسوالۍ مقام خپله ودانۍ نه لري او په کرايي کور کې چارې پر مخ وړي.

د هغه په خبره، کله چې د یوه کس کار په دوه یا درېیو مدیریتونو پورې اړوند وي، نو اړ کېږي چې د ښار بېلابېلو ځایونو ته ولاړ شي او خپل کار خلاص کړي.

هغه وویل: «تر اوسه پورې ګیان ولسوالي تعمیر نه لري، مراجعین په ځای د دې چې د ولسوالي مقام ته ورشي او خپل کار خلاص کړي اړ کېږي چې د ولسوالۍ مقام اړوند مدیریتونو چې د ښار په بېلابېلو ځایونو کې دي، هلته ورشي چې ډېره فاصله هم لري، خپل کار خلاص کړي چې دا یوه لویه سرګرداني ده.»

دغه‌راز، د ګومل ولسوالۍ یوه اوسېدونکي حضرت محمد هم پژواک ته وویل چې د دوی د ولسوالۍ مقام هم خپله ودانۍ نه لري.

هغه زیاته کړه: «په ولسوالۍ کې مو هیڅ شی نشته، کلینیک نشته دی، نور کارونه نه دي شوي، ولسوالۍ خپل تعمیر نه لري، کله چې کوم کار خلاصوو باید څو ځایونو ته ورشو، دا لوی مشکل دی چې باید حل شي.»

همدارنګه د مرکز ښرنې یوه اوسېدونکي محمدرسول پژواک ته وویل چې په ښرنه کې هم ځیني ریاستونه خپلې ودانۍ نه لري.

ده زیاته کړه: «کله چې یو ریاست خپله ودانۍ ونه لري او هر کال ځای هم بدل کړي خلکو ته بیا د ریاست په پیدا کولو کې لوی مشکل پيدا کېږي او هم کرايي کورونه د مراجعینو لپاره دومره مناسب ځای نه وي.»

د دغه ولایت یو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومتي مسوولینو یې د یادې ستونزې د حل غوښتنه وکړه.

د پژواک خبري اژانس د یو بل راپور له مخې، فراه ولایت د ۱۱ ولسوالیو په ګډون ۵۸ ملکي او نظامي اداري واحدونه لري چې له ډلې یې لس ریاستونه خپلې ودانۍ نه لري.

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.