ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې ۱۸ کسان وژل شوي او لس نور ټپیان وو

تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې ۱۸ کسان وژل شوي او لس نور ټپیان وو

author avatar
14 Sep 2024 - 16:47
تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې ۱۸ کسان وژل شوي او لس نور ټپیان وو
author avatar
14 Sep 2024 - 16:47

کابل (پژواک ۲۴ وږی ۱۴۰۳): تېره اونۍ، افغانستان کې د ټاپي پروژې کار پیل شو، ځاځي میدان کې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته وشوه او اروپايي ټولنې، ناروې او بریتانیا له افغانستان سره نږدې ۳۵.۸ میلیون ډالره مرسته وکړه.

د تېرې اونۍ مهم خبرونه:

  • افغانستان کې د ټاپي پروژې چارې عملاً پیل شوې.
  • د ملګرو ملتونو مرستیال: د ملګرو ملتونو او اسلامي امارت ترمنځ اړیکې پیاوړې شوې دي.
  • افغان او مالیزیایي چارواکي د ډیپلوماټیک تعامل پر ښه‌والي غږېدلي.
  • ځاځي میدان کې بیا د ا.ا او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته وشوه.
  • ناورې کې د افغانستان سفارت وتړل شو او بریتانیا کې هم د افغانستان سفارت تړل کېږي.
  • اروپايي ټولنې، ناروې او بریتانیا له افغانستان سره نږدې ۳۵.۸ میلیون ډالره مرسته وکړه.

مرګ‌ژوبله:

تېره اونۍ په افغانستان کې ۱۸ کسان وژل شوي او لس نور ټپیان وو.

د اسلامي‌ امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وویل، وړمه ورځ، وسله‌والو موټرسایکل‌سپرو د دایکنډي او غور ولایتونو ترمنځ د پالوسنګ سیمه کې پر ملکي خلکو ډزې کړې، ۱۴ کسان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي. هغه وايي چې حکومت د دې بې‌‌رحمانه کړنې عاملین پيدا کوي او د عدالت منګولو ته یې سپاري.

د راپورونو له مخې داعش د یادو کسانو د وژنې مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

دغه راز، ځايي چارواکي وايي، خوست کې د پاکستان په بریدونو کې څلور تنه ټپيان شوي، لوګر کې یوه کس خپل ورور د ښکاري ټوپک په ډزو وژلی، فاریاب کې یوه کس خپل ځوان ورور د چاقو په ګزارونو وژلی او نیمروز کې يوه کس خپل ټولګيوال د چاقو په ګزارونو وژلی دی.

د بلخ ولایت چارواکي وايي، د دغه ولایت امنيتي ځواکونو بلخ کې یو تن چې غوښتل یې امنيتي پوستې ته لاسي‌بم وغورځوي، تر مقاومت وروسته وژلی دی.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېرې نه وي ښودلې.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، وړمه اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې نهه کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

افغانستان کې د ټاپي او ځینو نورو پروژو پیل

تېره اونۍ، د ټاپي یا له ترکمنستانه افغانستان، پاکستان او هند ته د ګاز نل‌لیکې پروژه – چې ترڅنګ یې د نوري فایبر، اوسپنې پټلۍ او سړک پروژې هم لري – په هرات کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه او ورسره له ترکمنستانه د افغانستان له لارې پاکستان ته د زر مېګاواټه برېښنا د لېږد «ټاپ» پروژې اړوند د نورالجهاد سب‌سټېشن هم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د ټاپي د ګاز نل‌لیکې پروژه – چې څه باندې ۱۸۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري او ۸۱۶ کیلومتره یې له افغانستانه تېرېږي- یو ځل په ۱۳۹۵ کال کې هم په افغانستان کې پرانيستل شوې وه، خو تر اوسه یې عملي چارې نه وې پیل شوې.

له افغانستان سره مثبت تعامل

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال جیل مشاو د افغانستان د کورنيو چارو له سرپرست وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني سره په لیدنه کې ویلي د اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ترمنځ اړیکې پیاوړې شوې او له افغانستان سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

دغه راز، په مالیزیا کې افغان سفیر نقیب‌الله احمدي د افغانستان لپاره د یاد هېواد له ځانګړي استازي داتو احمد اعظم سره په ليدنه کې د اړیکو د پراختیا، د ډيپلوماټیک تعامل کچې لوړولو او په کابل کې د سیاسي حضور پیلېدو په اړه خبرې کړې دي.

د افغانستان د ریاست‌الوزرا‌ء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر هم په یوه ناسته کې ویلي، افغانان اشغال نه مني او اسلامي امارت د امریکا په ګډون له ټولې نړۍ سره مثبت تعامل غواړي.

اروپايي هېوادونو کې د افغانستان د سفارتونو تړل کېدل

تېره اونۍ، په بریتانیا کې د مخکیني حکومت سفیر زلمي رسول ویلي چې د روان زېږدیز کال د سپټمبر په ۲۷مې به په لندن کې د افغانستان سفارت وتړل شي.

په ناروې کې د افغانستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د سپټمبر په ۱۲مه به د ناورې په پلازمېنه اوسلو کې د افغانستان سفارت وتړل شي او په افغانستان کې د بل حکومت تر جوړېدو به د دغه سفارت ملکیت د امانت په توګه د ناروې د بهرنیو چارو وزارت ته وسپارل شي.

وړمه اونۍ، المان په برلين او بن ښارونو کې د افغانستان قونسلي خدمات بې‌اعتباره اعلان کړل او ویې ویل چې قونسلي خدمتونه مونیخ کې د افغانستان قونسلګرۍ له لارې ترسره کېږي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د تېرې زمري مياشتې په نهمه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ويلي وو چې په لندن، بلجیم، برلین، بن، سویس، اتریش، فرانسې، ایټالیا، یونان، پولنډ، سويډن، ناروې، کاناډا او اسټرالیا کې د افغانستان استازولیو له لوري قونسلي خدمتونه د مرکز او اړوند بنسټونو له لوري د منلو وړ نه دي.

له پاکستان سره پر پوله نښته

د راپورونو له مخې تېره اونۍ، د خوست په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ بیا نښته وشوه او په ترڅ کې یې څلور تنه افغانان ټپيان شول.

د راپورونو له مخې، نښته هغه وخت پيل شوه چې پاکستاني ځواکونو پر هغو افغان ځواکونو ډزې وکړې چې په خپله خاوره کې یې پوسته جوړوله.

د یادونې ده چې وړمه اونۍ هم په یاده سیمه کې د افغان او پاکستان ځواکونو ترمنځ نښته شوې وه.

بشري حقونه

تېره اونۍ، د اسلامي همکاريو سازمان د فرهنګي چارو عمومې مدیرې امنه الهجري د یاد سازمان په نهمه مشورتي شورا کې افغانستان کې د نجونو او ښځو پر زده‌کړو او کار د محدودیتونو له امله اندېښنه ښودلې.

دغه راز، د افغانستان لپاره د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان استازي د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال او د سوېلي اسیا له عمومي مدیر سره په ليدنه کې پر بېلابېلو مسایلو لکه د نجونو د زده‌کړو، د ښځو حقونو، له ترهګرۍ سره مبارزې بحث کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت چارواکو بیا بیا ویلي چې افغانستان کې د ښځو په ګډون د ټولو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې تامین دي او تر شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کړو ته به هم د شرایطو په برابرېدو سره اجازه وکړل شي.

د مرستو دوام

تېره اونۍ، اروپايي ټولنې له افغانستان سره ۲۵ میلیون یورو، ناروې ۱،۸ میلیون ډالره او بریتانیا شپږ میلیون پونډه مرسته وکړه.

دغه راز، اروپایي ټولنې له افغانستان سره د نږدې ۱۰۰ ټنه طبي توکو او د روغتیا نړۍوال بیا د ۲۰ ټنه درملو او طبي توکو مرسته وکړه.

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.