Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

متقي: د ټاپي پروژې پیل د سیمه‌ییز پرمختګ او همکارۍ پر لور ګام دی

کابل (پژواک، ۲۶ وږی ۱۴۰۳): د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په کابل کې د یو شمېر هېوادونو له سفیرانو او بهرنیو بنسټونو له استازو سره په لیدنه کې ویلي، افغانستان کې د ټاپي پروژې د عملي چارو پیل په سیمه کې له جګړې او سیالۍ څخه د سیمه‌ییز پرمختګ او همکارۍ پر لور ګام دی.

د ټاپي یا له ترکمنستانه افغانستان، پاکستان او هند ته د ګاز نل‌لیکې پروژه – چې څنګ ته د نوري فایبر، اوسپنې پټلۍ او سړک پروژې هم لري – تېره اونۍ په هرات کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه او ورسره د «ټاپ» پروژې اړوند د نورالجهاد سب‌سټېشن هم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه وزارت پرون ماښام کابل کې د یو شمېر هېوادونو  سفیران او د سیمه‌ییزو او نړۍوالو سازمانونو استازي د ماښامنۍ ضیافت ته رابللي وو.

سرچينې لیکلي، په دې ناسته کې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي تېره اوونۍ له ترکمنستان سره د ټاپي، ټاپ، نوري فایبر او اوسپنې پټلۍ د سترو پروژو د پرانیستي په تړاو هر اړخیزې خبرې وکړې.

متقي ویلي، د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نل‌لیکې د عملي کار پیل په حقیقت کې په سیمه کې له جګړې او سیالۍ څخه د پرمختګ او همکارۍ پر لور د بحث بدلون دی.

هغه هیله څرګند کړې چې ټاپي تر خپل منزل مقصود پورې ورسېږي او د پاکستان او هندوستان ولسونه هم ګټه ترې واخلي.

خبرپاڼه کې راغلي: «د بهرنیو چارو وزیر له نورو ګډونوالو غوښته وکړه چې د خپلو هېوادونو او ولسونو د هوساینې او پرمختګ لپاره باید منفي سیالیو، امنیتي او صفر مجموعې له زاویو تعامل پر ځای په کار ده چې د ګټې - ګټې له مثبتې زاویې مسایلو ته وکتل شي.»

ده زیاته کړې، اوس د نړۍ ګڼ هېوادونه دې پایلې ته رسېدلي چې د ژیوپولیتیک لیدلوري پر ځای کولای شي مسایلو ته له ژیوایکانومیکي زاویې وګوري او په نهایت کې ټول ګټونکي واوسي.

هغه هیله څرګند کړې چې د سترو اقتصادي پروژو له پرانیستې سره به سیمه کې ستر مثبت اقتصادي بدلون راولي چې د ټولو لورو اقتصادونه به ورسره وغوړېږي.

په دې ناسته کې د ترکمنستان سفیر خوجه عوضوف د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د سترو پروژو پرانیسته د دواړو هېوادونو په اړیکو کې د نوي څپرکي پیل وباله.

د ترکمنستان سفیر وویل چې هېواد یې غواړي افغانستان سره سیاسي او اقتصادي اړیکې لا پراخې کړي.

د ټاپي د ګاز نل‌لیکې پروژه – چې څه باندې ۱۸۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري او ۸۱۶ کیلومتره یې له افغانستانه تېرېږي- یو ځل په ۱۳۹۵ کال کې هم په افغانستان کې پرانيستل شوې وه، خو تر اوسه یې عملي چارې نه وې پیل شوې. د ګاز د دې نل‌لیکې ۲۱۴ کیلومتره برخې کار د ترکمنستان خاوره کې بشپړ شوی او نن یې د افغانستان په خاوره کې د غځولو چارې پیل شوې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.